د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د پاکستاني عیسویان ژوند له ګواښ سره مخ دی


Pakistan - Christians living in Islamabad have left their homes and are living in a park due to threats of reprisals after a Christian girl was accused of burning a Koran.
Pakistan - Christians living in Islamabad have left their homes and are living in a park due to threats of reprisals after a Christian girl was accused of burning a Koran.
په پاکستان کې د پولیسو له خوا د یوې عیسوي نجلۍ تر نیول کیدو وروسته په اسلام اباد کې یو شمېر میشت عیسویان وايي؛ چې د تهدید سره مخامخ دی.

د پاکستان پولیسو څه موده مخکې یوه مسیحي نجلۍ د داسې پاڼو د سوځولو په تور ونیوله؛ چې ویل کیږي، د قران مجید ایتونه ورباندې لیکلي وو.

په دې ښار کې یوشمېر استوګن عیسویان وايي، چې تر دې پيښې وروسته د امنیت احساس نه کوي.

په اسلام اباد کې یوشمېر استوګنو عیسویانو د ښار د منځ لویې ویالې ته پناه وړې ده او ادعا کوي؛ چې تهدیدونه ورته کیږي.

رپوټونه وايي، چې د دې کسانو شمېر تر څلورنیم سوه زیات دی.

ویل کیږي، چې د ښار په منځ کې د لویې ویالې شاوخواته زیاتې ونې وهل شوي دي.

د ښار په دې لویه ویاله کې ناپاکې اوبه بهیږي، چې د دوبي په میاشتو کې ځانګړی بد بوي او غوماشي لري.

دې سیمې ته ور تښتیدلي عیسویان ادعا کوي، چې د دوی د ټولنې یو شمېر کسان وهل ټکول شوي او حتی د ځینو کورونه تخریب شوي دي.

په سیمه کې د عیسویانو د ټولنې یوه غړي د ازادي راډيو ته وویل؛ چې د غچ اخیستونکو د ویرې څخه یې خپل ماشومان او ښځې دې ځای ته را ایستلې دي.

دوی غوښتنه کوي، چې حکومت باید د نیول شوې عیسوۍ انجلۍ مسالې او د دوی وضعیت ته جدي پام وکړي.

یوه تن چې نوم یې نه دی اخیستل شوی د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چې د دوی نږدې عزیزان وهل او ټکول شوي دي:

"تردې پيښې وروسته موږ ته زیات تهدیدونه وشول. په مسجد کې اعلان وشو، چې عیسویان ونیسئ. زما یو د اکا زوی او د میرمنې ورور سخت وهل شوي. د سیمې تر محاصرې وروسته موږ د خپل عزت ساتلو لپاره کورونه پریښودل."

د اسلام اباد د یوې بلې عیسوي کورنۍ میرمن وايي، چې دوی خپل کورونه د شوق نه بلکې د مجبوریت له مخې پریښي دي.

"هیڅوک نه غواړي چې خپل کور پریږدي او وتښتي، په ځانګړي ډول ښځې اوماشومان. دلته ډيرې ښځې، ماشومان او نارینه راتښتیدلي دی. اوس باید لږترلږه دې کسانو ته د سرپناه کولو ځای ورکړ شي."

رپوټونه وايي، چې دا کورنۍ خوراکي مواد نه لري او د حکومت له خوا د مرستې په هیله دي.

په اسلام کې د نیول شوې مسیحي انجلۍ رسمي طبي معایناتو څرګنده کړه؛ چې دا انجلۍ نا بالغه ده.

ډاکټرانو همدا راز وویل، چې د دې انجلۍ دماغي او بدني وده توازن نه لري، خو د هغې د دماغي معیوبیت په اړه يې په زغرده څه نه دي ویلي.

دا انجلۍ د داسې پاڼو د سوځولو په تور نیول شوې، چې ویل کیږي، د قران مجید ایتونه ورباندې لیکل شوي وو.

د پاکستان پولیس وايي، چې دا انجلۍ لا هم په توقیف کې ده او د مسالې په اړه څيړنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG