د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د ستراتیژیکي همکاریو موافقې له ناپېیلو هېوادونو سره د افغانستان پر ژمنو ناوړه اغېز نلري


ولسمشر حامد کرزي د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ په سرمشریزه کې چې پرون په تهران کې پیل شوه؛ په خپله وینا کې د نړۍ له څو هېوادونو سره د افغانستان د اوږدمهالو همکاریو تړونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ چې د ستراتیژیکو همکاریو موافقې به د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ له اهدافو سره د افغانستان پر ژمنو او سیمه ییزو تعهداتو هېڅ راز ناوړه اغېز ونه کړي.

افغان دولت په تېر نژدې یوه کال کې د متحدوایالاتو په ګډون له ځینو لویدیځو هېوادونو سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

دې موافقو د سیمې ځینې هېوادونه اندېښنمن کړل، خو ایران د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې په اړه خپلې اندېښنې په ښکاره څرګندې کړې.

ښاغلي کرزي د سیمه ییزو همکاریو اړتیا ته اشاره وکړه؛ ویې ویل، افغانستان کلک باور لري، چې په سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګول او د تروریزم د ګواښ له مینځه وړل د سیمې د هېوادونو له صادقانه همکارۍ سره تړلي دي.

ولسمشر په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ فضا مثبته وبلله او ستاینه یې وکړه.

ښاغلي کرزي د پخلاینې د روانو هڅو په اړه وویل، چې د وسله والو طالبانو مشران په بهر کې دېره دي او ځکه خو ده له ګاونډي پاکستان څخه غوښتنه کړې؛ چې په هېواد کې د دوامداره سولې د ټینګولو په هڅو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د ناپیلیو هیوادونو غورځنګ چې ۱۲۰ غړي لري، د سړې جګړې په جریان کې د هغو هېوادونو له خوا رامینځ ته شو؛ چې غوښتل یې د امریکا د متحدو ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي، د یکشنبې په ورځ د ناپېیلو هېوادونو د غونډې په پیل کې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د زیاتیدونکي قدرت په اړه خبرداری ورکړ او په دې شورا کې يې د اصلاحاتو پر اړتیا ټينګار وکړ.

افغان ولسمشر هم په نړیوالو موسسو کې د اصلاحاتو د اړتیا یادونه وکړه؛ ویې ویل، چې افغانستان په خاص ډول د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د پراخېدو او د پیسو په نړیوال صندوق، نړیوال بانک او د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د اصلاحاتو لپاره د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ د هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

د افغانستان جمهور رییس همداراز یادونه وکړه، چې د نویو اقتصادي ځواکونو رامنځ ته کېدل د دې باعث شوي؛ چې د نړۍ په قدرت کې د لویدیځ ترڅنګ د ودې په حال کې هېوادونه هم شریک شي. د افغان ولسمشر په وینا د دې په نتیجه کې یو څو قطبي نړیوال اقتصادي او سیاسي چاپېریال رامینځ ته شوی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې اوس د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ ګڼ شمېر غړي په نړیوالو مسایلو کې ټاکونکې ونډه لري.
XS
SM
MD
LG