د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

اندونیزیا کې له ډوبې شوې کشتۍ لسګونه کسان ژغورل شوي


لسګونه هغه کسان چې په یوې کشتۍ کې د اندونیزیا څخه د استرالیا په لور روان وو ژغورل شوي دي، په دوې کې افغانان هم وو. دا لرګینه سورې کشتۍ چارشنبې سهار د وخته له خطر سره مخامخه شوه، چې لا هم په لسګونه نور په کې سپاره کسان په اوبو کې ورک دي. راپورونه وایې د ورکو شویو کسانو د ژغولو لپاره ډیرې هیلې نشته.

په هغې کشتۍ کې چې د اندونزیا په ساحلې سیمو کې دا اونۍ ډوبه شوې وه په څلور پنځوس ژغورل شویو کسانو کې افغانان هم شامل وو.

دوي په نورو هېوادنو کې د پناه اخیستلو په نیت راوتلي وو. ژغورنکي هیله مند دي، چې شاو خوا سل تنه نور ورک شوي کسان هم ومومي.

د فرانسې خبري اژانس یو خبریال چې په یوې ژغورنکې کشتۍ کې دې سیمې ته ورغلی وايي، ده څلور تنه افغانان لیدلي، چې له دې پیښې یي نجات موندلی وو.

دوي تر څو چې خوندي ځای ته رسیدلي تقریبا څلورویشت ساعته په اوبو کې پاتي شوي وو.

د استرالیا د ژغورنې ډله وايي، ټول ژغورل شوي کسان د درې تنه ژوبل شویو په ګډون به د طبي مرستو لپاره د اندنزیا، میرک سیمې ته ورسول شي. په دې لرګینې کشتۍ کې د ماشومانو په ګډون یو نیم سل کسه سپاره وو چې تیره چارشنبه سهار وختي له دې پیښې سره مخامخ شو.

لومړی د استرالیا له خوا د پیښې په اړه خبرداری ورسید او اندونیزیا د ژغورنې ډله د پلټنې لپاره ولیږله، چې بیا یي تقریبا وروسته له لسو ساعتونو لپاره خپل کار بند کړ.

استرالیايي مقامات بیا لاس په کار شو او پنجشنبې ناوخته یې پینځه پنځوس تنه له اوبو څخه رواوستل. وروسته بیا یو تن ژغورل شوی تن مړ شو، ژغورل شوي کسان د اندونزیا ژغورونکې ډلې ته وسپارل شول.

دا چې نور کسان به له دې اوبو وژغورل شي او وروسته له دوه ورځو به بیا هم ژوندي وي او کنه، په دې اړه هیلې په کمیدو دي، د استرالیا د کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل:

"تر اوسه پورې هیله شته، چې په سمندر کې له شپږ دیرش ساعته نیولی تر اته څلویښتو پورې په اوبو کې پاتې کسان وژغول شي."

د اندونیزیا او استرالیا ژغورونکې وايي، دوي به د پلټنو کار ونه دروي.

په استرالیا کې د Sydney Morning Herald ( سدني مارننګ هیرالد )په نوم ورځپانۍ راپور ورکړي چې په دې کشتۍ کې د خلکو د لیږدولو کار د یوه پاکستاني قاچاق وړونکې له خوا تنظیم شوي وو.

خلک په غیر قانوني توګه ډیر ځله د اندونیزیا له لاری استرالیا ته په کشتیو کې مهاجر سفر کوي.

قاچاق وړونکې وروسته له دې چې له بېلابېلو سیمو خلک اندونیزیا ته رسوي، بیا یې په دې ډول سوریو لرګینو کشتیو کې د استرالیا په لور روانوي.

سږکال په همدي ډول کشتیو کې چې د استرالیا په لور روانې شوې وې څه باندې درې سوه تنه وژل شوي دي او تقریبا هره ورځ د دې کشتیو مخه د استرالیا د سمندري ځواکونو له خوا نیول کېږي.

په دې ډله کې د پنجشنبي په ورځ هم د یوې کشتۍ مخه نیول شوي چې یودیرش تنه پکې سپاره وو.
XS
SM
MD
LG