د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

پاکستان د لشکرجنګوي افراطي ډلې مشر نیولی


د لشکر جنګوي د افراطي ډلې مشر ملک اسحق
د لشکر جنګوي د افراطي ډلې مشر ملک اسحق
د پاکستاني پولیسو ویاندې نبیلا غضنفر د پنجشنبې په ورځ تایید کړه، چې د لشکر جنګوي د افراطي ډلې مشر ملک اسحق په لاهور ښار کې په داسې حال کې ونیول شو، چې په سعودي عربستان کې د عمرې حج له مراسمو څخه راستون شوی و.

مېرمن غضنفر وویل، چې ملک اسحق به نن جمعه په یوه سیمه ایزه محکمه کې حاضر شي. یوه امنیتي مقام لیاقت علي وویل چې پولیسو د تېرې عیسوي میاشتې په لومړیو کې د اسحق پرضد هغه مهال دوسیه جوړه کړه، چې نوموړي په لاهور ښار کې په یوه مذهبي غونډه کې په خپله وینا کې فرقوي اختلافونو ته لمن ووهله.

د پاکستان حکومت لس کاله مخکې د پروېزمشرف د واکمنۍ پرمهال د لشکر جنګوي پر فعالیت بندیز ولګاوه ځکه ویل کېدل چې دا ډله له القاعده شبکې سره اړیکي لري. دا افراطي ډله په فرقوي جګړو کې په ګډون او همداراز په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا د کرکټ پر ټیم په برید تورنه ده.

لشکرجنګوي د نوییمې لسیزې په لومړیو کې له جوړېدو وروسته د سلګونو شیعیه مسلمانانو په وژنه هم تورنه شوې. د دې سني افراطي ډلې مشر ملک اسحق چې په لسګونو قضیو او له هغې ډلې د قتل په دوسیو تورن دی، په ۱۹۹۷ کال کې ونیول شو او له نژدې څوارلس کاله بند وروسته تېرکال په جولای میاشت کې په ضمانت خوشې شو.

چارواکي وايي، چې نوموړی د خپلو تندو موعظو په خاطر چې اکثراً د فرقوي پارونو باعث کېږي له خوشې کېدو وروسته څوځلې په خپل کور کې نظربند شوی دی.

له بلې خوا متحدوایالاتو اته تنه پاکستانیان چې د چارواکو په وینا د یوې بلې پاکستانۍ ډلې لشکرطیبه غړي دي د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ ویلي، په دې کسانو کې په پاکستان کې دېره د لشکرطیبه هغه غړي شامل دي چې په تبلیغاتي کمپاینونو او د مالي اولوژستیکي شبکو په ملاتړ کې لاس لري.

په تورنو کسانو کې یو ساجدمیر نومېږي چې د امریکايي چارواکو په وینا له اوږدې مودې راهیسې د لشکرطیبه د جلب او جذب مسوول دی او د امریکا خزانې وزارت د هند په مومبی ښار کې د 2008 کال د خونړیو حملو د پروژې مشر بللی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په لېست کې دوهم نوم د عبدالله مجاهد دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په افغانستان کې د لشکرطیبه د عملیاتو قومانداني کوي.

په فهرست کې د بنګلدېش او نیپال لپاره د دې ډلې د مشر احمدیعقوب او نورو مشرانو، حافظ خالدولید، امیرحمزه، قاري محمدیعقوب شېخ، عبدالله منتظر او طلحه سعید نومونه هم شامل دي.

متحدایالات لشکرطیبه یوه تروریستي ډله بولي چې له القاعده شبکې، طالبانو او حقاني شبکې سره نژدې اړیکي لري. د امریکا د خزانې وزارت له بندیزونو سره امریکايي اتباع او کمپنۍ نشي کولای چې له دې اتو کسانو سره تجارتي معاملې وکړي او همداراز په متحدو ایالاتو کې د دوی شتمنۍ هم ضبطېږي.
XS
SM
MD
LG