د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

خصوصي ټلویزونونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبردارﺉ


د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کوي، چې د خلکو د شکایتونو له امله یې پریکړه کړې ترڅو د ځینو خصوصي ټلویزیونونو په هنري خپرونو کې لازم اصلاحات رامنځ ته کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې ځینې خصوصي ټلویزیونونه د هنري خپرونو په نوم داسې خپرونې لري، چې د مذهبي او دودیزو مسایلو او د خلکو د غوښتنو پرخلاف دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دا ډول پروګرامونو په خپرولو سره ځینو خصوصي ټلویزیونونو په دې هېواد کې د بیان او رسنیو ازادي تر پوښتنې لاندې راوستې:

"د خصوصي تلویزیونونو په ظاهري توګه هنري خپرونې زموږ د ټولنې د اخلاقي، اسلامي او ملي دودونو پر خلاف دي او دا د کورنیو په زیان هم دي.

له بده مرغه چې په دې برخه کې زموږ تلویزیونونه زیاتی کوي، یواځې یوه اوونې وخت مو ورکړی دی که یې د اصلاح لپاره اقدام ونه کړ نو مونږ قانوني اقدام کوو او څارنوالی ته یې ورپيژنو."


دغه وزارت د تیرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر خصوصي ټلویزیونونو ته خبرداری ورکړی وو، چې خپلې خپرونې د هېواد له اسلامي او ملي معیارونو سره برابرې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکې هم څو ځله خصوصي ټلویزیونونو ته دا ډول خبرداری ورکړی وو، خو داسې ویل کیږي چې تردې وړاندې د دې وزارت دا ډول څرګندونو ته د خصوصي تلویزیونونو پاملرنه، نه ده کړې.

د یو شمېر خصوصي ټلویزیونونو مسوولینو ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دا ډول خبرداری ورکول پر رسنیو د محدودیتونو رامنځ ته کول وبلل.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه وایي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید ټولې هغه خپرونې په ګوته کړي چې د دوی په خبره د ځینو خصوصي ټلویزیونونو لخوا یې خپریدل د مذهبي او دودیزو معیارونو سره په ټکرکې دي.

د ژورنالیستانو د ملی ټولنې مشر عبدالحمید مبارز وايي چې هیڅ یو خصوصي تلویزیون په آسانه دا نشي په ګوته کولای چې کومه خپرونه یې د مذهبي او د دې هیواد د دودیزو مسایلو پرخلاف دي.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا پنځوس خصوصي تلویزیونونو د فعالیت جواز اخیستي چې له دې ډلې څخه کابو دیرش یې د دولتي ټلویزیون ترڅنګ فعالیت لري.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG