د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

امریکايي چارواکو د بدرالدین حقاني وژنه تاييد کړه


د چارشنبې په ورځ امریکايي چارواکو تایید کړه، چې د حقاني شبکې د عملیاتي چارو قومندان بدرالدین حقاني تیره اونۍ د بې پیلوټه الوتکېو په برید کې په پاکستان کې وژل شوی دی.

افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي و، چې د حقانې د شبکې لوړ پوړی قومندان بدرالدین حقاني په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی. هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي وو چې تر اوسه هم دا راپور نه شي تاییدولی.

خو په دې وروستیو کې یو امریکايي چارواکې چې نوم یې نه دی ښودل شوی واشینګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، چې اوس موږ هم باور لرو چې بدرالدین حقاني وژل شوی دی.

د پاکستان استخباراتي چارواکو هم د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د حقاني د شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور بدرالدین حقاني د اګست په څلورویشتمه نیټه د وزیرستان په شوال دره کې د ډرون په حمله کې وژل شوی دی.

د بارک اوباما اداره بدرالدین حقاني په افغانستان کې په یو شمېر مهمو بریدونو کې مسول بولي، چې په کې په کابل کې د امریکا پر سفارت برید هم شامل دی.

له دې برید ورسته امریکايي چارواکو په څرګنده وویل، چې د حقاني د شبکې او پاکستاني استخباراتو ترمنځ مستقیمې اړیکې شته او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې ددې ډلې پر ضد چې په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري باید عملیات وکړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهېسې له امریکا غواړي، چې په قبایلي سیمو دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.

وروسته له هغې چې پاکستان له اوه میاشتو بندیز څخه د جولای په دریمه نیټه له خپلې خاورې یو وار بیا په افغانستان کې میشتو ناټو سرتیرو ته اکمالاتي لاره پرانیستله او له امریکايي چارواکو سره یو لړ جوجاړیو ته هم ورسیدل خو د بې پیلوټه الوتکېو بریدونو م هماسې دوام و کړ او تر اوسه هم ادامه لري چې لا هم د پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ د بحث موضوع ده.

پاکستان په څرګنده دا رد کړې ده، چې ګوندې د حقاني د شبکې سره نژدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د امریکا هغه غوښتنه هم نه ده پرځای کړی چې له دوي غواړي په شمالي وزیرستان کې دې دحقانې د شبکې خلاف پوځي عملیات وکړي.

له بلې خوا که څه هم د بدرالدین حقاني په څیر د حقانې د شبکې مشران په انفرادي توګه د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د تروریستانو په لیست کې دي خو دا شبکه لا د امریکا په تروریستي لیست کې شامله نه ده.

څه موده مخکې د امریکا کانګرس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ته دیرش ورځې وخت ورکړ چې د حقاني شبکه په تروریستي لیست کې شامله کړي او کنه نوهغه دلایل دې کانګرس ته ووايي چې ولې دا شبکه په تروریستي لیست کې نه شاملیږي.

د یادونې وړ ده چې وسلوالو طالبانو په خپله یو خبرپاڼه کې چې تیره اونۍ یې رسنیو ته استولې وه د بدرالدین حقاني د وژل کېدو ادعا درواغ بللې وه او ویلي یې وه چې نوموړي ژوندی او په افغانستان کې دی.
XS
SM
MD
LG