د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

په تهران کې د ناپیلو هېوادنو د مشرانو غونډه پرانیستل شوه


په تهران کې د ناپیلو هېوادنو د مشرانو غونډه پرانیستل شوه، په دې غونډه کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت اله علي خامنه وینا وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون هم د سوریې د لانجې په شمول پر بېلابېلو نړېوالو مسایلو خبرې وکړې.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې غونډه کې د وینا په ترڅ کې د ایران له خوا پر اسراییل ګواښونو ته اشاره وکړه او ویي ویل، دا ادعا چې اسراییل حق نه لري د نړۍ په نقشه کې وي نه یواځې دا چې یوه تیروتنه ده بلکه د هغو اصولو ماتول دي چې هېوادونه ورته ژمن دي.

د ایران مشران هر کله دا ادعا کوي، چې اسراییل دې د نړۍ له نقشي څخه وویستل شي، خو بانکي مون بې له دې چې د ایران نوم واخلي وویل:

"زه په زغره هغه تهدیدونه ردوم، چې د هېوادنو یو غړی یې د بل د له منځه لپاره وکړي او یا یې په اړه ظالمانه هڅې وکړي او له تاریخي حقیقتونو لکه له هولوکاست څخه سترګي پټي کړي."

بانکي مون د سوریې کړکېچ ته هم اشاره وکړه ویي ویل:

"د سوریې کړکېچ په سوله ایزو مظاهرو پیل شو، چې د بې رحمه ځواکونو سره مخامخ شو.

اوس موږ د اوږد مهالی کورني جګړې له یوه څرګنده خطر سره مخامخ یو چې د سوریې د بیلابیلو ټولنو تر منځ یو والی د تباهي خواته بیایي."


محمد مرسي چې وروسته له څو لسیزو یې د مصر د لومړني ولسمشر په توګه ایران ته سفر کړی، د ناپیلو هېوادنو دوره یې مشري ایران ته سپاري.

د ایران دولتي تلویزیون په مستقیمه توګه دا جریان وښود، چې د تهران په هغه سالون کې چې دا سرمشریزه په کې جوړه شوی د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد محمد مرسي ته هرکلۍ ووایه.

تهران په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کې له مصر سره د اسراییل د سولې د تړون له امله خپل اړیکې له قاهرې سره وشلول.

له څو لسیزو راهیسې چې په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شوي ایران اسراییل خپل یواځني دښمن بولي. په دوه زره یوولسم میلادي کال کې چې په مصر کې پاڅونونه پیل شول نو د ایران مشرتابه یې هرکلۍ وکړ.

په تهران کې څه باندي د سلو ناپیلو هیوادنو د غورځنګ غړي راټول شوي دی. تهران ددې غونډی لپاره ډیرې لوړې اجنداوي لري چې پکې د سوریې د لانجې د حل لپاره د مصر، ایران او دری نوور سیمیزو هیوادنو په ګډون د سولی هڅې شاملې دي. خو د سوریې د رژیم ضد جنګیالي د ایران رول په دې اړه ردوي او ځينی نور یې بیا بریالیتوب ته لږ هیله من دی.

سیاسي کتونکې وايي:

ایران دا سرمشریزه د متحد ایالاتو د دې ادعاوو په وړاندې کاروي چې وايي تهران د خپل اتمي پروګرام پر سر په انزوا کې دی.

لویدیځ هېوادونه وايي، چې ایران د اتمي وسلو د پراختیا هڅه کوي خو تهران وایي چې دا پروګرام یې د سوله ایزو هدفونو لپاره دی. افغان سیاسي کارپوه پوهاند ودیر صافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ایران له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دی. د متحد ایالاتو او اسراییل سره مشکلات لري. اوس ایران د ناپیلو هیوادنو دا غونډه ځانته د دې مشکلاتو څخه د خلاصون لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي."

د ناپیلیو هیوادونو غورځنګ چې ۱۲۰ غړي لري، د سړې جګړې په جریان کې د هغو هیوادونو له خوا تاسیس شو چې غوښتل یې د امریکا د متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG