د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون تاریخي ورځ په کابل ولمانځله


د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت چارواکي وايي، افغانستان د ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور دی او هڅه کوي چې د ټولو ترمنځ یووالی او ورورګلوۍ ټینګه وساتي.

افغان چارواکو دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون د تاریخي ورځې د نمانځلو په غونډه کې وکړې.

د افغانستان د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د وزارت سیاسي مرستیال عبدالمالک صدیقي وویل، دا د افغان حکومت پالیسي ده چې د قومونو او قبایلو د« رواحقونو » په ترلاسه کولو کې هڅې وکړي:

«لکه چې څنګه خپلو ولسونو ته سوله غواړو همدارنګه یي پښتنو او پلوڅو ته هم غواړو، د دې ترڅنګ له ملګروملتو غواړو، چې د پښتنو او پلوڅو روا حقونو ته دی پاملرنه وکړي، موږ پښتانه او بلوڅ خپل وروڼه ګڼو او هیڅوک نه شي کولای په دې ورورۍ کې درز واچوي.»

پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون تاریخي ورځ له (یوزرو درې سوه اته ویشتم لمریز کال راهیسي) هر کال د سنبلې په نهمه د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د غونډه په جوړولو سره نمانځل کېږي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازي وویل، د پښتنو دښمنان غواړي د ډیورند د کرښې دواړو خواو ته پر پرتو پښتنو د تروریستانو تور ولګوي او په دې بهانه یي تاریخي، کلتور او قومي جوړښتونه وځپي:

«دا ورځ چې اوس مهال لمانځل کېږي پښتانه او پلوڅ په سختو حالاتو کې دي، نسل کوشي یي روانه ده، تروریستان ورته وایي، حال دا چې پښتانه او بلوڅ هیڅکله تروریستان نه دی، دوي په لوی لاس له حقونو بې برخې شوي دي.»

د بلوڅو د سراسري شورا ريیس جنرال ذوالفقار وویل، د پښتنو او بلوڅو قومونو اقتصادي حالت، کار روزګار، تعلیم او روغتیا ته پاملرنه نه ده شوې، په روا حقونو یي سترګې پتې شوي، د همدې له امله ناراضه دي:

«بلوڅان همدا اوس د جنګ په لمبو کې سوزي، ستاسې پرتندي یي د طالباتو ټاپه لګولې ده، ایا تاسې طالبان یاست، نه یاست، دا یوه بهانه ده، د سیمي پښتانه ناخوښه دي.

د افغانستان سوله او ثبات د پښتنو سیمو پورې تړلې باید د دې سیمو خلکو سره هر ډول ټولنیزې او مدني مرستې وشي.»


د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون ورځ سږ کال په داسې حالاتو کې نمانځل کېږي، چې زیاتره د همدوي په سیمو کې جنګ روان او ناامنی په کې خوره ده.

حکومت وایي، د تروریستانو ځپلو او د ناامنو سیمو ثبات او پرمختګ ته یي عملي پروګرامونه پیل کړي دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG