د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۷

په کوټه کې يو قاضي له خپل ساتونکي سره ووژل شو


په کوټه کې نن سهار د يوه قاضي په شمول درې تنه د نامالومو وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.

وژل شوى قاضي شعيه مذهبه بلل شوى او پوليسو د ده وژنه د فرقه ييزو پېښو د لړۍ يوه کړۍ بللې ده.


د بلوچستان، کراچۍ او پنجاب قانونپوهانو د قاضي د وژنې په اعتراض کې محکمو ته له ورتګه بايکاټ اعلان کړى.

د پنجشنبې په سهار وختي نامالومو وسلوالو د کوټې ښار په چمن هاوسنګ نومي ځاى کې پر منيرمېنګل سړک باندې د کوټې د يوې محکمې د قاضي پر موټر هغه وخت بريد وکړ، چې هغه له کوره محکمې ته روان وو.

پوليس وايي، وسلوالو جي او ار کالونۍ ته څېرمه د اورګاډي له پټلۍ سره د قاضي پر موټر ډزې کړې چې په نتيجه کې يې قاضي، د هغه موټر چلوونکى او يو ساتونکى ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

پوليس تر پېښې شاوخوا نيم ساعت وروسته د پېښې ځاى ته را ورسېدل، خو وسلوال تښتېدلي وو. وژل شوى قاضي ذوالفقار نقوي شعيه مذهبه دى، خو پوليسو ونه ويل چې د نوموړي وژنه د فرقه ييز تاوتريخوالي پېښه ده که څنګه. د کوټې د پوليسو مشر مير زبيرمحمود د پېښې په اړه رسنيو ته وويل:

"سهار اتو بجو ته نيژدې قاضي صاحب نقوي له کوره محکمې ته د تلو په حال کې وو، چې کور ته نيژدې د اورګاډي له پټلۍ سره دوو موټرسايکلو سپرو وسلوالو ورباندې ډزې کړي، چې په نتيجه کې خپله قاضي، د هغه ډرېور او ساتونکې درېواړو ځاى پر ځاى ساه ورکړې، پوليس په دې برخه کې پلټنې کوي، که خداى کول تر قاتلينو پورې به يې ژر و رسېږو."

د وژل شوي قاضي، د هغه د موټرچلوونکې او ساتونکې جسدونه د طبي معايناتو لپاره د کوټې دولتي روغتون ته يووړل شول، چې هلته د قاضي خپل خپلوان ورته را ورسېدل او په احتجاج يې لاس پورې کړ.

د وژل شوي قاضي مور هم روغتون ته ورغلې او د احتجاج په توګه يې ويلي چې تر څو پورې د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيسانى روغتون ته نه وي ورغلى، دا به د خپل زوى مړى له روغتون ونه باسي.

د بلوچستان قانونپوهانو د خپل قاضي وژنه په کلکه غندلې او د هغه د وژنې په خلاف يې محکمو ته له ورتګه بايکاټ او د دوه ورځني ماتم اعلان يې کړى دى.

همدارنګه د کراچۍ ښار او د پنجاب ايالت قانونپوهانو هم د قاضي ذوالفقار نقوي د وژنې په اعتراض د محکمې له قضايي څانګو څخه بايکاټ اعلان کړى دى، د بلوچستان د قانونپوهانو د اتحاديې يو مشر هادي شکېل وايي:

"ايالتي او مرکزي حکومت په دې مکلف دي چې د دا ډول پېښو مخه ونيسي او بشپړې پلټنې يې وکړي چې که هر څوک او هر ډله پکې لاس ولري قانوني چلند دي ورسره وشي او سياسي ګوندونو هم بايد په دې کې خپل رول ولوبوي، د دوى د چوپتيا له امله د امنيت په ټينګښت کې له ناکامۍ سره مخامخېږو"

په کوټه کې د شعيه علماوو شورا او هزاره ډيموکراټيک ګوند د شعيه مذهبه قاضي وژنه غندلې او حکومت يې د دا ډول هدفي وژنو په مخنيوي کې ناکامه بللى دى. د دې ګوند مرکزي وياند رضا وکېل په کوټه کې پر شعيه مذهبه خلکو د بريدونو تر شا د بلوچستان ايالتي حکومت او استخبارات تورنوي:

"موږ بيا بيا غوښتنه کړې چې د دې ترهګرۍ د ختمېدو لپاره حکومت بايد جدي شي، حکومت بيا بيا وايي چې دغه ترهګر بېخي لږ دي، نو چې د دغو ترهګرو پناه ځايونو عامو خلکو ته مالوم دي، حکومت او امنيتي ادارې يې ولې په خلاف ګامونه نه پورته کوي. د کوټې اوسېدونکې، سياسي ګوندونه او مذهبي ډلې بايد په يوه ږغ د دا ډول ترهګرۍ په خلاف را پورته شي"

پر وژل شوي قاضي د بريد مسووليت سمدستي کومې ډلې نه دى منلى، خو تر دې پخوا په کوټه او شاوخوا سيمو کې پر شعيه مذهبه مسلمانانو د هر ډول بريدونو مسووليت سني افراطي ډلې لښکر جنګوي منلى دى.

راپور- بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG