د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ولسي جرګې ته بسم الله محمدي د دفاع وزیرپه توګه پیژندل کیږي


وروسته له دې چې د د فاع وزارت څوکۍ ته د بسم الله محمدي د معرفي کیدو راپورونه خپاره شول د ولسي جرګې غړو په دې اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل.

د افغان حکومت ځینو موثقو سرچینو ازادۍ راډیو ته تایید کړې، چې بسم الله محمدي به د دفاع وزارت د کاندید په توګه ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.

د ولسي جرګې غړي شیرولي وردګ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزي نه باید بسم الله محمدي د یوه بل امنیتي ارګان د مشر په توګه دوي ته ور وپيژني.

د جمهوري ریاست چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې ولسمشر کرزی به ډیر ژر د وړتیاوو اصل ته په کتو د دفاع او کورنیو چارو نوي وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو بل غړی فرهاد مجیدي د دفاع وزارت څوکۍ ته د جنرال محمدي له معرفي کیدو سره موافقه لري.

نوموړی وایي، چې جنرال محمدي په دفاع وزارت کې پوره تجربه لري او دا به ښه خبره وي، چې د دې پست د کاندید په توګه ولسي جرګې ته معرفي شي:

"زموږ فکر او نظر دا دی چې که ولسمشر کرزي د دفاع وزارت پست ته وړ او تجربه کار سړی را معرفي کوي، نو مونږ ددې طرفداره یو چې بسم الله محمدي دې دې پوست ته معرفي کړي.

ځکه بسم الله محمدي یو مسلکي او مجرب کس دی او د دفاع وزارت په رهبري کې کافي تجربه لري."


جنرال بسم الله محمدي د کورنیو چارو وزارت له پست څخه مخکې د دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه دنده ترسره کړې ده.

ولسي جرګې شااوخوا یوه میاشت مخکې د پاکستان له خاورې څخه د راکټی حملو او په هیواد کې د نا امنیو د زیاتیدو له امله د دفاع او کورنیو چارو پخواني وزیران جنرال رحیم وردګ او جنرال بسم الله محمدي استیضاح او وروسته یی بې صلاحیته کړل.

افغان ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې د دفاع پخوانی وزیر جنرال رحیم وردګ د جمهوري ریاست د ستر سلاکار په توګه وګماره او بسم الله محمدي تراوسه د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه دنده پرمخ بیایي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG