د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

د کندهار پر امنېي قومندان د برید په عکس العمل کې غونډه وشوه


د کندهار د سپین بولدک تخته پول او ارغستان ولسوالۍ په سلګونو اوسیدونکو د کندهار په احمدشاهی لوبغالي کې د دې ولایت پر امنېي قومندان جنرال عبدالرازق د حملې په عکس العمل کې غونډه وکړه او پر نوموړي یي د وړمې شپې حمله وغندله.

د غونډې ګډونوالو په یوه خوله وویل، چې په دې پیښه کې د پاکستان استخباراتي کړۍ لاس لري او تر پیښی وروسته په کوټه ښار کې طالبانو د قومندان رازق د وژل کېدو په اړه یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه استولي:

"دلته زه ډیر غریبان خلک پیژنم ډوډی خپله خوري، خو دوعا قومندان رازق ته کوي ځکه چې امنیت يي را وستلي وو غل یي ورک کړی وو دا د پاکستان کار دی.

پاکستان مو نه تعلیم والا سړی را پریږدﺉ نو مو مشر نه مو کشر نه مو نر نه مو ښځه چې د کار سړي راکې پیدا شی دوي یي وژني."


پر جنرال عبدالرازق دوې شپې مخکې د کندهار ښار په دوراهي سیمه کې د موټر بم په وسیله حمله وشوه.

چارواکو وویل، چې په دغه حمله کې نوموړي د۲۰ نورو کسانو سره ټپي او څلور نور کسان وژل شوي.

۲۶ کلن جنرال رازق یوازني قومندان دی، چې په ټاکل کیدو سره په کندهار کې امنیت په نسبي ډول ښه شو .

نوموړي تیر کال د محله جات په شمول د ځینو نورو سیمو په عملیاتو کې مهم رول ادا کړ .

له همدې امله د ولسمشر کرزی په امر د سرحدي پولیسو د څلورمي لیوا د قوماندې ترڅنګ د کندهار د امنېي قومندانۍ مسوولیت هم په غاړه لري.

د وړمې شپې تر حملې وروسته که څه هم نوموړي د مطبوعاتو سره خبرې نه دي کړي، خو چارواکي یي روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي.
XS
SM
MD
LG