د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د درسي کتابونو کاروانونه د کراچی له بندره د هېواد په لور خوځیدلي


د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د هېواد د ښوونځیو میلیونونه درسي کتابونه چې له څو میاشتو راهیسي د پاکستان د کراچی په بندرکې ایسار وو، لیږدیدل یي پیل شوي دي.

د دې وزارت ویاند امان اله ایمان د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د دې کتابونو د لیږدولو ټولې ستونزې له منځه تللي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به هېواد ته را ورسیږي.

د افغانستان د ښوونځیو د کتابونو په سلګونو کانټینرونه هغه مهال د کراچی په بندر کې ایسار شول، چې پاکستان، افغانستان ته د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو بندیزونه ولګول.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG