د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

"ناټو باید له افغانستانه ۲۰۰کانتینرونه انتقال ته چمتو کړي"


په داسې حال کې، چې د ناټو په مشرۍ محاربوي سرتیري د افغانستان څخه په وتلو دي، یو پوځي پلان جوړونکې د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان څخه د ناټو د درنو پوځي وسایلو او وسلو د ایستلو لپاره ښايي د دې تړون غړي هېوادونه افغانستان ته په لنډ مهاله توګه نور اضافي سرتیري واستوي.

ډګروال کولین ریچارډسن همدارنګه ویلي دي، که چېرې د پاکستان لاره د افغانستان څخه د وسایلو د ایستلو پر مهال تړل شوي هم وي د نړېوال ایتلاف غړي هېوادونه نورې لارې کارولی شي.

کولین ریچارډسن د هالینډ په برنسوم ښار ګوټي کې د ناټو په قومندانۍ کې چې د افغان ماموریت ملاتړ کوي پوځي پلان جوړونکې او کاناډايي لوژیستکې کارپوه دی.

نوموړی وايي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې له افغانستان څخه د ناټو ګڼ سرتیري ووځي د ناټو غړي هېوادونه باید له افغانستان څخه دوه سوه زره کانتینرونه او وسایط انتقال ته چمتو او وباسي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، په داسې حال کې چې د ناټو سرتیري د افغانستان په هغه جګړه کې چې د ارامیدو نښې یې نه لیدل کېږي په بوخت دي، دوي باید د شپيتو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسایل له افغانستان څخه وباسي.

په داسې حال کې چې د ناټو سرتیري په تدریج کمیږي او مسولیتونه افغان لورې ته سپاري، ریچارډسن وايي د پوځي وسایلو د پاکولو، راټولو او انتقال چارې ښايي یو شمېر هېوادونه اړ کړي چې افغانستان ته په لنډ مهال توګه نور سرتیري واستوي.

نوموړي په برونسوم کې خبریالانو ته وویل، تجربې ښيي، ډیر هغه هېوادونه چې افغانستان کې سرتیري لري، ښايي د افغانستان څخه د پوځي وسایلو د انتقال لپاره په دې هېواد کې په موقته توګه د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.

نوموړي وویل، تمه ده چې د ناټو غړي هېوادونه به د افغانستان څخه د پوځي وسایلو د ایستلو په برخه کې د هوا، وچې او سمندر لارې وکاروي او یوازې د پاکستان پر لارې به تکېه نه کوي.

پاکستان له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د ناټو اکمالاتي لاره د اوو میاشتو لپاره تړلې وه او غوښتنه یې کوله چې امریکا دې ترې د ناټو د هغې بمبارۍ له کبله بخښنه وغواړي چې مومندو کې یې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل.

د جولای په میاشت کې پاکستان د امریکايي چارواکو سره له یو لړ خبرو اترو وروسته دا لاره بیا پرانیستله.

د ناټو دې پوځي پلان جوړونکې ریچارډسن ویلي، د ناټو ټول غړي د وتلو پر مهال د پاکستان لاره کارولی شي، خو دوي له دې لارې پرته نور انتخابونه هم لري.

ناټو د منځني اسیا له درې هېوادونو ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان سریبره له روسیې سره هم په دې برخه کې ترانزیټي تړونونه کړي.

نوموړې وویل، که څه هم د افغانستان څخه د وسایلو د ایستلو په برخه کې د ناټو هر غړی هېواد خپل جلا پلان لري، خو د دې پوځي تړون د هم غږۍ ډله هڅه کوي چې ډاډمنه کړي څو دا ټول هېوادونه په یو وخت یوه لاره ونه کاروي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې یو شمېر پوځیانو شکایت کړی و، چې په افغانستان کې له پوځي بیسونو په شا کېدلو او پوځي وسایلو د تړولو چارو د وسلوالو پر ضد د دوي جګړه اغیزمنه کړې ده، خو په برونسوم کې د عمللیاتو مشر جوسیف رینز دا رد کړې او وايي، د وسایلو ایستلو په افغانستان کې له عملیاتي چارو سره کوم ټکر نه دی رامنځ ته کړي.
XS
SM
MD
LG