د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

"د سیمې استخبارات هڅه کوي چې ولسي پاڅونونه د خپلې ګټې لپاره وکاروي"


د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، د سیمې یوشمېر استخباراتي ادارې او هیوادونه هڅه کوي؛ چې په افغانستان کې له ولسي پاڅونونو د ځان په ګټه کار واخلي یا هغه نوم بدی کړي.

د افغانستان په یوشمېر سیمو کې په دې وروستیو طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه راپور ته شوي؛ چې ورسره ځینې اندیښنې هم راپورته شوي دي.

د چارو کارپوهان وایي، دغه پاڅونونه که پراخ شي، پخوانیو تجربو ته په پام سره ډېر احتمال شته؛ چې یووخت د دولت له کنټروله ووځي، چې دا کار به بیا په هیواد کې کورنیو شخړو ته لاره هواره کړي.

د مشرانو جرګې د تیرې یکشنبې په ورځ د دغو پاڅونونو په اړه بحثونه وکړل یوشمېر سناتورانو د دغو پاڅونونو د تجهیز او مالي منابعو په اړه اندېښنه وښوده.

د دې ترڅنګ داسې اندیښنې هم راپورته شوي، چې کیدای شي په دغو پاڅونونو کې د سیمې استخبارات نفوذ وکړي او هغه د خپلو اهدافو لپاره وکاروي؛ خو د ملي امنیت د ادارې ویاند شفیق اله طاهري نن له ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې ټینګار وکړ؛ چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د سیمې هېوادونه او استخبارات دغه هدف ته ورسیږي.

"د افغانستان دښمنان په تیره بیا د سیمې استخبارات او د افغانستان ګاونډیان هڅه کوي؛ چې له دغو پاڅونونو د ځان په ګټه کار واخلي، په یوه ډول دغه پاڅونونه نوم بدې کړي.

خوموږ حالات له نژدې څارو دافغانستان دولت به اجازه ورنه کړي؛ چې د افغانستان د ښمنان له دغو پاڅونونو د ځان په ګټه کار واخلي او یا هغه له خپل اصلي مسیره، چې ازادي خواهي او ظلم او ستم په وړاندی مبارزه ده، واړوي."


طاهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سیمې کوم هیوادونه او استخبارات هڅه کوي؛ په دغو پاڅونونو کې نفوذ وکړي، د پاکستان نوم واخیست خود بل ګاونډ ایران په اړه یې وویل؛ چې تراوسه په دې اړه دوې شواهد نه لري.

د راپورونو له مخې ولسي پاڅونونه روان کال لومړی وار د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې وروسته له هغه پیل شو، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې ټول ښونځي وتړل.

دغه پاڅون سیمه د طالبانو له نفوذه پاکه کړه اوپه یوشمېر نورو سیمو کې یې هم خلکو ته الهام ورکړ، چې د وسله والو طالبانو پرضد راپاڅیږي.

وسله وال طالبان بیا دا ولسي پاڅونونه نه بولي؛ بلکه وایي، چې دوی د دولت اربکي ځواکونه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا له افغان حکومت څخه د خلکو د ملاتړ مانا لري او ستونزو نه بلکې پر مختګ ته به لاره هواره کړي.

د سیاسي او امنتي چارو د یو شمېر پوهانو اندېښنه دا ده، چې هسې نه چې دا ولسي پاڅونونه لکه د تیرو څو لسیزو په اوږدو کې د هغو قومي او خپل سرو ملیشو بڼه واخلي، چې د وخت حکومتونو ته یې لوی ګواښونه متوجه کړي و، ان داچې د حکومتونو د ړنګیدو کاریې هم ګړندی کړی و.
XS
SM
MD
LG