د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

"د دفاع او کورنیو چارو کاندید وزیران به ژر معرفي شي"


د ارګ په ماڼۍ کې چارواکي خبر ورکوي، چې ولسمشر کرزی به ډیر ژر وړ او کارپوهه کسان د دفاع او کورنیو چارو د کاندید وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دوي وایي، چې ولسمشر کرزي پردې مسالې جدي کار کړی او په راتلونکو څو ورځو کې به دوه تنه مسلکي کسان ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

د ولسمشرکرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکې کې سره له دې چې د دې کسانو نومونه څرګند نه کړل خو ویې ویل چې د دوي د معرفي کولو کارونه نهایي شوي دي:

"د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د معرفي کولو کار نږدې پای ته رسیدلی او په څو نږدې ورځو کې به که خدای کول ولسې جرګې ته معرفي شي.

ولسمشر کرزي ټولې هغه ځانګړې تیارې چې باید د دفاع او کورنیو چارو وزیران یې ولري په پام کې نیولي او پر هغو شرایطو جمهور رییس کار کړی چې دې دواړو پسټونو ته مهم او اړین دي".


ولسې جرګې کابو یوه میاشت وړاندې د دفاع او کورنیو چارو وزیران جنرال عبدالرحیم وردک او جنرال بسم الله محمدي په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو د نه مخنیوي له امله استیضاح او سلب صلاحیت کړل.

د ولسي جرګې له دې پریکړې وروسته ولسمشر کرزي جنرال وردک او جنرال محمدي د دفاع او کورنیو چارو د سرپرستو وزیرانو په توګه ونومول خو جنرال وردک دا دنده ونه منله او د ولسمشر کرزي له خوا د ده د لوی پوځي سلا کار په توګه وګمارل شو.

د جنرال عبدالرحیم ورک پرځای د دې وزارت لومړی مرستیال عنایت الله نظري د دفاع وزارت د سرپرست په توګه اعلان شو، چې اوس هم همدا دنده پرمخ وړي.

د ولسي جرګې ډیر شمېر غړو په ځانګړي توګه اداري پلاوي هم د دوشنبې په ورځ له ولسمشر کرزي نه وغوښتل، چې د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو لپاره نوې څیرې دوي ته معرفي کړي، د دې جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر:

"زه نن د ولسي جرګې په استازیتوب پر جناب ولسمشر غږ کومه، چې څومره ژر کیږي د سرپرستو وزیرانو نومونو ته د پای ټکی کیږدئ.

د ولسي جرګې پریکړې ته دې درناوی وکړي او نوي کاندید وزیران دې دې جرګې ته معرفي کړي".


سره له دې چې د کورنیو او دفاع وزیران جنرال وردک او جنرال محمدي د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول، خو اوس هم پر افغانستان د پاکستان د راکټي بریدونو له دوام او د دې هیواد له بیلا بیلو برخو څخه د نا امنیو راپورونه ورکول کیږي.

د پوځي چارو کارپوهان وایی چې ولسمشرکرزی باید د دفاع او کورنیو چارو د کلیدي وزارتونو لپاره تجربه لرونکي او مسلکي کسان ولسې جرګې ته معرفي کړي او د دوی په خبره د ولسې جرګې غړي هم باید د رایې ورکولو پرمهال اړیکې او مصلحتونه نه بلکې وړتیا او پوهه په پام کې ونیسي.
XS
SM
MD
LG