د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

کندهار د تیرې شپې په بمي چاودنه کې د امنیي قومندان ټپي شوی


د کندهارد امنیي قومندان عبدالرازق هم په دې پیښه کې ټپي شوی دی
د کندهارد امنیي قومندان عبدالرازق هم په دې پیښه کې ټپي شوی دی
د کندهار پر امنېي قومندان په حمله کې څلور تنه وژل شوي او د امنيي قومندان د دو پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان دي.

د کندهار والي داکټر توریالی ویسا نن سهار په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې دا یو ځان وژونکي حمله وه او د موټر بم په وسیله چې په زیاته اندازه چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وه رامنځ ته شوې ده:

"په دې کې زیات مواد انفجار شوي دا ښځې او ماشومان دا په کورونو کې د هندارو او لرګو د راولیدو په نتیجه کې مړه او زخمیان شوي."

والي زیاتوي، چې په چاودنه کې خلکو ته مالي زیانونه هم رسیدلي، چې اندازه به یي وروسته معلومه شي.

چاودنه ډیر زوره وره د ښار تر لیرو برخو یي هم ږغ واوریدل شو، په سیمه کې یي دوکانونه وسوځول او د ډېرو کورونو ښيښې يې ماتې کړې.

د عطا والله په نوم یو عیني شاهد ازادۍ رادیو وویل، چې یوازې د ده کورنۍ ۱۴ غړي تپیان شوي:

"زما د کورنۍ څوارلس غړي په دی کې ټپیان دي، چې په هغه کې څلور شدید ټپیان او لس انشا الله سطحي ټپیان دي."

طالبانو د دغه حملې مسوولیت منلی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادۍ رادیو ته وویل، چې د حملې هدف قومندان وو چې په پیښه کې سخت ټپي شوی دی.

پر قومندان عبدالرازق په تیرو څو میاشتو کې دا دوهمه حمله ده چې ترسره کیږي.

نوموړي د طالبانو پر خلاف په عملیاتو کې د کندهار په کچه مهم رول درلودلی او تیر کال د محله جات په عملیاتو کې بریالی وبلل شو له همدې امله د کندهار د امنيې قومندانۍ تر څنګ د سرحدي پولیسو د څلورمې لیوا قومانده هم په غاړه لري.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG