د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۳

"په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال په دې هېواد کې مستقیمې مداخلې ته لار هواروي"


د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سوریې ولسشمر بشارالاسد ته خبرداری ورکړ؛ چې د دې هیواد له خوا د کیماوي وسلو هرډول استعمال به مستقیمې مداخلې ته مشروعیت ورکړي.

اولاند دغه څرګندونې د فرانسې سفیرانو ته د هیواد د بهرنۍ پالیسۍ په اړه کلنۍ وینا کې وکړې.

"موږ له خپلو متحدینو سره یوځای بیداره یو، چې د سوریې د رژیم له خوا د کیماوي وسلو د کارولو مخه ونیسو. دا کار به نړیوالې ټولنې ته په دې هیواد کې د مستقیمې مداخلې مشروعیت ورکړي."

اولاند دغه راز وویل، فرانسه به هرڅومره ژر چې د سوریې حکومت جوړ شي هغه په رسمیت وپیژني.

د امریکا متحدو ایالتونو د فرانسې د دغې وینا ملاتړ ونه کړ. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ وویل؛ په لومړي سر کې دا په خپله د سوریایانو مساله ده، چې ټول په دې موافقه وکړي، چې څه ډول انتقالي پروسه غواړي او څه وخت دغې پروسې ته د خلکو نومونه لیکي.

د فرانسې ولسمشر دغه راز تایید کړه، چې فرانسه له خپلو متحدینو سره په سوریه کې د یوه احتمالي حایل زون د رامنځ ته کولو په اړه کار کوي. د غه پلان لومړی ځل ترکیې مطرح کړی و.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په سوریه کې دننه د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو د ساتنې لپاره د یوه زون د رامنځ ته کیدو وړاندیزکړی و او ویلي یې وو، چې ترکیه نه شي کولای له سلو زروزیات سوریایي کډوال ومني.

د احصاییو له مخې ویل کیږي، چې دوه لکه سوریایان ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي او دونیم میلونه په هیواد کې دننه عاجلو مرستوته اړتیا لري.

په عین حال کې پرون په دمشق کې د سوریې یوه هلیکپټره ظاهراً د مخالفینو په ډزو کې رانسکوره شوه.

د سوریې د ولتی ټلویزیون هم دا پيښه تایید کړه، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

وسله والو مخالفینو ادعا کړې، چی دغه هیلکټر دوی راغورځولې ده.

وسله والو مخالفانو دغه راز حکومتي ځواکونه په درعا ښار کې د خلکو په عام وژنه تورن کړل. د فعالانو له خوا رسنیوته په استول شویو ویډیویي تصویرونو کې لیدل کیږي؛ چې مړي پرځمکه کتار پراته دي، چې زیاتره یې سړي دي او پر سر په مرمیو لګیدلي دي.

د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په حواله دولتي رسینو ویلي؛ چې وایي، رژیم به یې په هره بیه چې وي، جګړې ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG