د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ولسمشر کرزي په هلمند کې د ۱۷ ملیکانو وژنه وغندله


افغان ولسمشر حامد کرزي په هلمند کې د طالبانو له خوا د اولسو ملکي وګړووژنه وغندله اودغه عمل یې د شریعت خلاف وباله. د جمهوري ریاست له خوا په یوې اعلامیه کې کرزي د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وژنه د نه بخښنې وړ یوجنایت بللی او امر یې کړی؛ چې د پیښې په اړه دې بشپړه څیړنه ترسره شي.

خو طالبانو په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د دو شنبې د شپې په پیښه کې د چارواکو په وینا د دوښځو په ګډون اولس ملکي وګړي په داسې شکل وژل شوي؛ چې د یوشمېر سرونه یې له تنو پرې شوي دي.

له پرون راهیسې چې د دغې پیښې په اړه د ازادي راډیو په ګډون رسنیو معلومات ترلاسه کړي، سیمه ییزو چارواکو ضد ونقیض څرګندونې کړي دي.

په لومړي سرکې ویل شوي وو، چې طالبانو دغه ۱۷ ولسي وګړي په دې خاطر وژلي چې د سندرو او نڅا په یوه بنډار کې راټول شوي وو. دغه راز ویل شوي وو، چې طالبانو دوی له دولت سره د همکارۍ په تور چې غوښتل یې د طالبانو پرضد پاڅون وکړي، وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي تیره شپه ازادي راډیو ته وویل؛ دوی د دغو وژنوعلت ځکه سمدستي نشوای معلومولی، چې دا پیښه د موسی کلا ولسوالۍ په هغه سیمه کې رامنځ ته شوې چې دولت پرې کنټرول نه لري او د دوی کشفي او استخباراتي ارګانونه د پیښې په اړه معلومات راټولوي.

هغه وویل، د دوی وروستي او کره شواهد د دې څرګندونه کوي؛ چې دا پیښه د دوښځو پرسر د دوطالب قومندانانو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي چې په جنوب لویدیځ کې د پیښو په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي؛ په دې پیښه کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي؛ چې دی په سیمه له خپلو قومندانانو سره غږیدلی او ټولو ورته ویلي؛ چې دوی له دې پیښې خبر نه وو.

په داسې حال کې چې طالبان په دې پیښه کې خپل لاس لرل ردوي؛ افغان ولسمشر د دغو وژنو مسوول طالبان وبلل او د پیښې په اړه یې د بشپړې څیړنې امر ورکړ.

له هغه ځایه چې دا پیښه د هلمند ولایت د دولت له کنټروله وتلې سیمه کې رامنځ ته شوې؛ نو ایا حکومتي ادارې کولای شي، چې په دې اړه دقیقه څیړنه وکړي او د پیښې عاملین پیدا کړي؟

دا چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د دغو اولسو کسانود وژل کیدو ترشاه څه عوامل موجود وو، تراوسه هیڅ څوک دقیق نه شي ویلی، خو د هلمند د والي د ویاند په وینا په دې اړه پلټنه دوام لري او په راتلونکو دوو دریو ورځو کې به دا معلومه شي، چې دا پیښه په څه ډول رامنځه شوې او عاملین یې څوک دي.
XS
SM
MD
LG