د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۲

ولسي جرګه: ولسي پاڅونونه باید په ټینګه وڅارل شي


د ولسي جرګې ځینې غړي اندیښنه لري، چې ښایي په بیلا بیلو ولایتونو کې د ولسي پاڅونونو ترشاه د سیمې استخباراتي کړۍ لاس ولري او په دې توګه دې هېواد ته یوه بله ستونزه هم را پیدا کړي.

د دې جرګې غړو د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې په دې هکله جدي بحثونه وکړل او پریکړه وشوه؛ چې د امنیتي چارو مسوولان د دوی پوښتنو ته ځواب ووایي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر په دې اړه د وکیلانو له پراخو بحثونو نه وروسته د دې جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته دنده وسپارله چې امنیتي چارواکي راتلونکو غونډو ته را وبولي:

"د کورني امنیت کمیسیون ته دنده سپارل کیږي، چې د امنیتي ارګانونو چارواکي راوغواړي چې په بیلا بیلو سیمو کې د ولسي پاڅونونو په اړه کره ارزیابي وکړي او ولسي جرګې ته په اړه یې معلومات ورکړي.

که ولسي جرګې قناعت وکړ، خو سمه ده او که یې قناعت ونه کړ نو موږ ټول د ولسي جرګې د غونډې تابع یو."


په دې وروستیو کې د بیلا بیلو ولایتونو په یوشمېر ولسوالیو کې د ولسي پاڅونونو په نوم خلک د وسله والو طالبانو پرضد را پاڅیدلي، دوی وایي، چې په خپلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره مبارزه کوي.

مشرانو جرګې هم له ولسي جرګې نه مخکې اندیښنه ښودلې چې ښایي د دې پاڅونونو ترشاه د سیمې د ځینو استخباراتي کړیو ملاتړ وي؛ د دې جرګې سناتورانو هم له حکومت نه وغوښتل، چې د دې مسالې په اړه پراخې څیړنې وکړي.

خو د دې پاڅونونو مسوولان، په افغانستان کې بهرني ځواکونه او افغان حکومت وایي؛ چې دا پاڅونونه خلکو د خپلو سیمو د خوندي کولو په هدف کړي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې د خلکو دا تحرکات د دوی له خوا په جدي توګه څارل کیږي او امنیتي چارواکي تیار دي؛ چې په دې اړه د ملي شورا غړو ته ځواب ووایي:

"هر هغه خوځښت چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او بیارغونې سبب شي د افغان حکومت او خلکو له خوا یې هرکلی کیږي.

دا وروستي پاڅونونه په ټینګه د کورنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې دي خو په دې اړه د وکیلانو اندیښنې هم پرځای دي او هر کله چې هغوی وغواړي؛ د کورنیو چارو وزارت مسوولان ځواب ورکولو ته چمتو دي."


د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پاڅونونه یو د بل پسې پیل شول، د لومړي ځل لپاره دا پاڅون د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وشو او له هغې وروسته د بادغیس، کندهار، لغمان او ننګرهار له څو ولسوالیو څخه هم د خلکو د ورته پاڅونونو راپورونه ورکړل شول.

وسله وال طالبان وایي، چې د ولسي پاڅون په نوم دا د افغان حکومت اربکي ځواکونه دي؛ چې د دوی پروړاندې دریدلي خو د دې پاڅونونو تنظیموونکي وایي؛ چې دوی له هیچاه نه مرسته نه ده ترلاسه کړې او د خلکو په ملاتړ د خپلو سیمو خوندي کولو لپاره را پاڅیدلي دي.
XS
SM
MD
LG