د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۹

"د هنرونو پوهنځي ته هغه زده کوونکي معرفي کیږي چې له هنر سره ذوق نه لري"


د کابل پوهنتون د ښکلیو هنرونو پوهنځي مسوولین وايي، د لوړزده کړو وزارت په عمومي کانکور کې په زیات شمېر کې هغه محصیلین ورمعرفي کوي؛ چې اکثره یې له هنرونو سره شوق اوعلاقه نه لري.

د همدې پوهنځي استادان وايي، همدا علت دی چې د ښکلیو هنرونو له پوهنځي څخه اکثره فارغېدونکي کسان په خپلو څانګو کې سم کار نه شي کولاي.

کابل پوهنتو د ښکلیو هنرونو د پوهنځي د نقاشۍ څانګې استاد محمد اشرف انځورګر په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"دلته سټنډرډ معلوم نه ده په نورې نړۍ کې د هنر لپاره نفرو نه زیات کسان یو ټولګي کې نه نیسي، ځکه یو استاد چې زیات قدرت اوقوت په کې وي په ټولګي کې پنځه نفره ورسوي، له هغوی سره کار وکړي، کار داسې نه ده، چې یواځې په ټولګي کې باید کار وشي.

داسې دی چې شاګرد ته پروژه ورکړل شي، شاګرد باید په خپله پروژه باندې کار وکړي، ځانګړی ځای ولري، مشخص وخت ورته تعین شي، مطابق د مفرداتو درسي مفردات ورته تعین شي هغه مفردات باید تکمیل کړي، د وزارت او پوهنتون له خواهغه مفرادات باید وکتل شي، چې ایا دغه استاد په شاګردان باندې دغه مفردات په همدې څانګه کې تطبیق کوي، کنه، زه اوس لس کسه شاګردان لرم چې اکثروته زه نه شم رسېدلای یعنې له پنځو نفرونه باید جګ نه وي اوس په لومړي ټولګي کې ۵۰ نفره دي؛ چې دغه بیخي سټنډرډ نه ده، که چېرې دوه کسه استادان هم ورشي دغه پرې زیات دي."


استادان وايي، ښه به دا وي چې د ښکلیو هنرونو پوهنځیو ته د عمومي کانکور له لارې محصلین جذب نه شي.

دوی د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز کوي، چې د هنرونو پوهنځي ته دې د اختصاصي کانکور له لارې د هنري لیسو، میمینګي انسټیټوټ او سنايي ښوونځي محصلین او یا هم هغه کسان جذب شي؛ چې د هنرونو له پوهنځۍ سره لیوالتیا ولري.

په عین حال کې د همدې پوهنځۍ محصلین شکایت کوي، چې په ټولګیو کې محصلین زیات دي او همدارنګه د درس لوستلو په وخت کې د درسي مواد له کمبود سره مخامخ دي.

"۱ــ نوم مې مجتبی د څلورم ټولګي محصل یم زموږ غټه ستونزه دا ده چې درسي مواد نه لرو، موږ په ټولګي کې شپاړس کسان یو استادان موږ ته رسېده ګي نه شي کولای، باید زموږ په ټولګیو کې پنځه یا شپږ کسان وای، چې استاد درسونو ته رسیده ګي وکړای شي.

۲ـــ نوم صبغت الله په ټولګي کې ۱۶ کسان یو له دولت نه د درسي موادو غوښتنه کوو محصل دموادو دتیارولو وس نه لري."


د لوړو زده کړو وزارت چاواکي وايي، چې د دغه وزارت په پلان او ستراتیژۍ کې هم دغه یادونه شوې چې هر زده کوونکي باید د خپلې خوښې پوهنځۍ ته ولاړشي.

د دې وزارت ویاند نور بخش عظیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه؛ چې له دې وروسته به هومره نوي محصلین پوهنځیوته جذب شي؛ چې د پوهنځي له خوایې د جذب غوښتنه وشي.

هغه زیاته کړه:

"نو پرهمدې اساس موږ په راتلونکو پلانونو کې دغې مسالې ته لومړیتوب ورکو، ترڅو موږ وکړای شو، ډېری ځوانان هغه مسلکو ته چې دوی په همدې برخه کې له مسلکي انسټیټیوټونو څخه فارغیږیي جذب شي."

د ښکلو هنرو په پوهنځي کې اوسمهال د شپې او ورځې برخه کې ۱۱۶۷ تنه چې نیمایي یې نجونې دي.

دوی په شپږو څانګو سیمنا، موسقۍ، ګرافیک، نقاشي، تیاتر او مجمسه جوړونه کې په زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG