د اطلاعاتو او کلتور وزیر په دې نظر دې که د هېواد ورزشکارانو ته یوه عالي شورا جوړه شي، د دوی مالي او مسلکي ستونزې به اواري او وبه کړای شي، چې ستر ویاړونه د هېواد په برخه کړي.
ډاکټر سید مخدوم رهین، د یکشنبې په ورځ د هېواد د هغو شپږو ورزشکارانو د ستایلو په غونډه کې وویل.
افغان ورزشکارانو په ډیرو لږو ورزشي امکاناتو وکړای شول، د لندن د المپیک په مسابقو کې، ویاړونه خپل کړي:
"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ورزش عالي شورا جوړېدل د جمهوري ریاست مقام ته پیشنهاد کړی دی؛ څو د دې شورا له لارې په لومړي سر کې د ورزشکارانو مالي ستونزې اوارې شي.
همدارنګه به ډېر کارونه ترسره شي او ورزشکاران به د دې جوګه شي؛ چې په راتلونکو نړیوالو سیالو کې هم برخه واخلي او ویاړونه یې نصیب شي."
د دې وزارت د ځوانانو د برخې مرستیال له حکومت او ملي سوداګرو او پانګه والو وغوښتل؛ چې د هېواد له ورزشکارانو سره دې مرستې وکړي؛
ترڅو د دوی ستونزې اوارې او په ډاډه روحیه وکړای شي، له دې څخه په سختو مسابقو کې هم برخې واخلي.
افغان ورزشکار روح اله نیکپا چې د ټکوانډو په ورزش کې یې د لندن له نړیوالو سیالیو څخه د برونزو مدال خپل کړی وویل؛ چې زه او زما په څیر ټول افغان ورزشکاران د حکومت او هیوادوالو تشویق ته اړتیا لري:
"موږ ورزشکاران ستاسې روحیې، تشویق او ملاتړته ضرورت لرو، خوشاله یم چې د لندن له المپیک نه ډک لاس راستانه شو او ویاړم چې افغانستان مو د مډال وړونکو هېوادونو په لست کې شامل کړ."
تهمینه کوهستاني یوازینۍ افغان ورزشکاره وه، چې د لندن په نړیوالو سیالو کې برخه واخیسته.
تهمینه وایي که دې مډال خپل نه کړ، خو دا لاره یې بېرته کړه، چې په راتلونکي کې د دې غوندې نورې افغان نجونې همت ومومي او په ورته مسابقو کې برخه واخلي.
همدارنګه نثار احمد بهاوي هغه ورزشکار و، چې په سختو سیالیو کې یې تروروستیو شیبو هم همت له لاسه ور نه کړ.
د لندن د دوه زره دولسم میلادی کال دالمپیک په سیالیو کې شپږ افغان ورزشکارانو برخه اخیستې وه؛ چې روح اله نیکپا په کې وتوانید په څلورو سیالیو کې درې وګټي او د برونزو مډال خپل کړي.
نیکپا په دوه زره اتم میلادي کال کې د بیجنګ په نړیوالو سیالو کې هم د برونزو مډال ګټلی و.
راپور: خان محمد سیند