د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۴

افغانستان، ایران او هند د چابهار له بندره د سوداګریزې اړیکو د پراختیا هڅه کوي


افغانستان، ایران او هند هڅه کوي، چې د چا بهار بندر له لارې په خپله کې اقتصادي، سوداګریزې او ټرانیزیټي اړیکې پراخې کړي.

د دغو هڅو په لړ کې د دریو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو په تهران کې غونډه وکړه؛ څودغه مقصد ته د رسیدو په لارو چارو خبرې وکړي.


افغان حکومت هڅه کوي، چې د چا بهار بندر له لارې نه یوازې د هند په ګډون له ځینو نورو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي، بلکې خپلې ټرانزیټي ستونزې هم حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له ایران سره ورته د اړیکو او په تیره بیا د چا بهار بندر له لارې د ټرانزیټي فعالیتونو پراخول زیات ارزښت لري.

ددغه وزارت ویاند جانان موسي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې د بحث یوه موضوع هم د چا بهار بندر په اړه د همکاریو زیاتول دي.

ښاغلي موسی زي دا ناسته مقدماتي وبلله او ویویل، چې یو اساسي هدف یی د چا بهار بندر د پراختیا په اړه د دریو واړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د یو مناسب چوکاټ برابرول شامل دي.

"د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې اساسي هدف د دریو واړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریززو او په تیره بیا د دریم هیواد هند سره د ټرانزیټي همکاریو پراختیا ده.

موږ ددې غونډې هر کلې کوو او هیله مند یو، چې دا نه یوازې ددغو دریو واړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ودې په ګټه وي، بلکه د سیمې د اقتصادي ودې لپاره هم یو مهم ګام ثابت شي."


افغانستان د روان کال په اپریل میاشت کې چا بهار بندر ته د لاس رسي په هدف له ایران سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

ددغه تفاهم لیک له مخې ایران افغان حکومت ته په چا بهار کې یوه ځمکه هم د کرایی په ډول په واک کې ورکړې، څو افغان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرولو لپآره یی وکاروي.

افغان حکومت د چا بهار بندر له لارې د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره دا هڅې پداسې حال کې کوي، چې له پاکستان سره یی د ټرانزیټ په برخه کې تل ستونزې درلودې.

که څه هم افغان حکومت اوس اوس له پاکستان سره د ټرانزیټ تړون، چې د لومړې په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وو نوې کړ، خو د افغان سوداګرو شکایتونه پای ته و نه رسیدل.

خو اوس افغان حکومت هیله مند دې، چې د چا بهار بندر له لارې به یی د ټرانزیټ په برخه کې ستونزې هوارې شي.
XS
SM
MD
LG