د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

"د پاکستان د راکټي حملو په اړه بايد په لوړه کچه پرېکړه وشي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د راکټي حملو په اړه شکایت کول د دغه وزارت له صلاحیته وتلې خبره ده او په دې اړه باید په لوړه کچه پرېکړه وشي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی تر خپل صلاحیته پورې ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي، څو دا ستونزه هواره شي:

”د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه شکایت د سپارلو پرېکړه باید د دولت په کچه وشي او بیا د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست د پلي کوونکي په توګه مکلف کېږي، چې په دې اړه اقدام وکړي“

تر دې مخکې د افغانستان ولسي جرګې له بهرنیو چارو وزارته غوښتي وو، چې ډیپلوماټیکو هڅو یې کومه نتیجه نه ده ورکړې او دا مسئله باید د امنیت شورا ته راجع شي.

د ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم پر همدې مسئلې استیضاح کړل او د باور رايې یې ورنه بیرته واخيستلې.
XS
SM
MD
LG