د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د پُسي رويت موسيقۍ ډلې دوه غړي له روسيې وتلي


د روسیی د “پُسي رویت” د موسیقۍ ډله وایي، چې دوه غړي یې، چې د پولیسو له خوا تر تعقیب لاندې وو له روسیې څخه وتلي دي.

دې ډلې پرون په خپله انټرنیټي شبکه تویټر کې اعلان وکړ، چې تښتیدلي غړي یې له روسیې نه بهر د نویو اعتراضونو لپاره د ښځو د حقوقو پلویان جذبوي.

له دې نه دوولس ساعته وروسته په تویټر کې په یوه نوي پیغام کې وویل شول، چې دا دوې مېرمنې د ورپیښ خطر له کبله له روسیې وتلي، خو دوولس نور یې لا هم په روسیه کې دي.

که څه هم د تښتیدلو میرمنو نومونه نه دي اخيستل شوي، خو ویل شوي، چې دوی هم په فبروري میاشت کې د کلیسا په اعتراض کې برخه اخيستې وه.

پولیسو ویلي، چې دوی د دې ډلې د نورو غړو د نیولو هڅه هم کوي.

د دې ډلې درې غړي وروسته له هغې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په جرم په دوه دوه کاله بند محکوم شول، چې د جمهور رئیس په توګه د ولادیمیر پوتین د انتخاب په اعتراض کې یې په ارتدوکس کليسا کې اعتراضيه سندرې وويلې.
XS
SM
MD
LG