د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

افغان دولت: له ايران او امريکا سره مو د روابطو توازن ساتلى


موسى زى
موسى زى
د امریکا د استازو په جرګه کې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشرې پر افغانستان او عراق ټینګار کړی چې پر ایران د نړیوالو بندیزونو په برخه کې دې همکاري وکړي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایران سره د افغانستان اړیکې داسې نه دي چې د امریکا د اندېښنې سبب شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبی په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی غواړی په خپل بهرني سیاست کې د دې دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې توازن وساتي.

د امریکا د استازیو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې د وروستۍ اندیښنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي موسی زی وویل:

موږ په تېرو لسو کلونو کی پدی توانیدلی یو، چې د امریکا په خوښه له ایران سره یوه متوازنه او معقوله رابطه ټینګه کړو، نو هیله مند یو چی په راتلونکي کې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ په خپل بهرني سیاست کې متوازن او معقوله اړیکه ټینګه وساتو

د رپوټونو له مخې د امریکا د استازو د جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشرې خبردارى ورکړی که چېرې افغانستان او عراق د ایران پرضد په نړیوالو بندیزونو کی مرسته ونه کړي نو امریکا به له دې دواړو هیوادونو سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

الینا راس لیهتینن د امریکا دفاع او د خزانې وزیرانو ته په استولي لیک کې ټینګار کړى، چې ایران د بهرنیو اسعارو د ذخیرې د خوندي کولو او د نړیوالو بندیزونو له اغیز څخه د تیښتې لپاره د افغانستان او عراق مالي شبکو او د عراق د تېلو او انرژۍ سکتور ته د لارې پیداکولو په لټه کې دی.

نوموړې همداراز ویلي ایران غواړي کابل او کندهار د مالي مرکزونو په توګه وکاروي.

بلخوا د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري وايي، افغان دولت پر ایران د نړیوالو بندیزونو په برخه کې د نه همکارۍ په عواقبو پوهیږي:

افغانستان د اسیايپسفیک او ایګومنت په څېر د یوشمېر سازمانونو د غړیتوب په خاطر ځینې مسوولیتونه لري. همدا راز د امریکا له دولت سره هم، نو هغه تحریمونه چې دوی پر ایران وضع کړي او موږ له هغوى سرغړونه وکړو ، ښايي افغانستان هم تر بندیزونو لاندې کړي

امریکا په داسې حال کې له افغانستان څخه د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو په برخه کې د همکاری غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې، د یکشنبی په ورځ د ایران، افغانستان اوهندوستان ترمنځ د اقتصادی همکاریو د پیاوړتیا په هدف درې اړخیزه غونډه په ایران کې جوړه شي.

ایران د خپل اتومي پروګرام له امله چې لویدیز وايي، د اتومي وسلو د جوړولو لپاره دی، له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG