د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

"سږ کال د افغانستان کرنیز حاصلات د تېرو ۳۵ کلونو په پرتله زیات دي"


د افغانستان د کرنې وزارت ویاند مجید قرار
د افغانستان د کرنې وزارت ویاند مجید قرار
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي زیات ورښتونه، د اصلاح شویو تخمونو د پروسې پراخه ویش، د کرنیزو افتونو او ناروغیو پر خپل وخت مخنیوی او د حاصلاتو ښه موسم د دې سبب شوي؛ چې سږکال دافغانستان کرنیز حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت ویاند مجید قرار وايي، چې افغانستان په ۲۰۰۸ کال کې لږ څه کم ورته حاصلات درلود، ولې سږ کال له هغه څخه هم حاصلات لوړ شوي.

"سږکال افغانستان نسبت ښه تولید لري، موږ به په تیرو ۳۵ کلونو کې د دوهم ځل لپاره لوړترین حاصل سږکال ولرو، البته دغه تخمین دی، افغانستان ممکن ۶،۷ میلیونه ټنه غلې ضرورت نه ۶،۳ میلیونه ټنه خپله تولید کړای شي او د غنمو د ۵،۴ میلیونه ټنه اړتیا نه موږ ممکن ۵ میلیونه ټنه تولید کړای شو."

هغه زیاته کړه، چې سږکال په افغانستان کې د میوو حاصلات هم په سلو کې ۷ لوړ شوي دي او همدارنګه د سبزو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالي راغلی.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې یاده سروې یې تخمیني ده، چې د ۶ زرو بزګرانو سره د مرکو او همدرانګه له سپوږمکۍ څخه د اخیستلو شویو عکسونو پراساس ترتیب شوې.

دوی وايي، چې دقیقه سروې به د اکتوبر او نومبر په میاشت کې ترسره شي؛ چې ممکن د حاصلاتو کچه له همدې هم لوړه وښودل شي.

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي د زیاتو کرنیزو حاصلاتو خبر په داسې حال کې ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره یا (ایف اې او) وروستی راپور وايي؛ په برازیل کې موسمي باران، په امریکا کې وچکالي، په روس کې د حاصلاتو ستونزې ممکن په نړیوالو بازارنو کې د خوراکي مواد د بیو د لوړېدو سبب وګرځي.

خو ښاغلی قرار وايي، د دې راپور له مخې د نړۍ په نورو برخو کې د خوراکي موادو ستونزې په افغانستان تاثیر نه شي کولای:

"سږکال ورښتونه ښه وو، د واورو ورښت هم ښه و، د افتونو مجادله هم ښه شوې وه، د اصلاح شویو تخمونو د توزیع پروسه هم ډېره پراخه تطبیق شوې وه، د همدغو فعالیتونو په نتیجه کې، موږ د حاصل کچه بیاهم پنځه میلیونه میټریک ټنه دغنمو دی او شپږ عشاریه درې میلیونه میټریک ټنه دغلاجاتو ده؛ چې دغه د تولید ښه کچه جوړه وي."

‌هغه زیاته کړه، افغانستان سږکال ۵،۴ میلیونه میټریک ټنه غلې ته اړتیا لري، چې پنځه میلیونه یې خپله تولید کړې؛ چې سل ټنه د اړتیا وړ غنم به له هند او درې سه زره ټنه ممکن له بزګرانو څخه وپیرل شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې سږني حاصلات بې ساري بولي چې تیر کال یې کرنیز حاصلات ښه نه وو.

چارواکي وايي، تیر کال د للميو حاصلات ونشول او یوازې درې ملیونه مټریک ټنه غله تولید شوه.

راپور: رحمت ا لله افغان
XS
SM
MD
LG