د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د بدرالدين حقاني د وژنې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي


په افغانستان کې د طالبانو وياند د حقاني شبکې د مشر د زوى د وژنې راپورونه رد کړل، خو د پاکستان د حکومت يوه عالي رتبه چارواکي او د سخت دريځو يو مشر ويلي دوى په دې باور دي چې بدرالدين حقاني وژل شوى دى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد په يوه ايميل کې چې پرون ناوخته يې رسنيو ته لېږلى ويلي، حقاني ژوندى، په افغانستان کې دننه او له ښه صحت څخه برخمن دى.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، دا بيان د طالبانو د يوه قوماندان له څرګندونو سره په ټکر دى، چې ويلي يې دي بدرالدين حقاني د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې په پاکستان کې وژل شوى دى.

د پاکستان استخباراتي چارواکو هم ويلي دوى ٩٠ فيصده يقيني دي چې بدرالدين حقاني د امريکا په يوه راکټي بريد کې په شمالي وزيرستان کې وژل شوى دى.

دوى وايي معلومات يې د هغو راپورونو پر اساس دي چې له سيمې يې له خپلو کسانو ترلاسه کړي، پاکستاني چارواکو ويلي له داسې چا سره يې خبرې نه دي شوي چې د حقاني مړى يې ليدلى وي.

که چېرې د حقاني مرګ تاييد شي دا به دې شبکې ته چې د بدرالدين پلار يې بنسټ ايښـى دى، سخت ګوزار وي، چې امريکا ورته په افغانستان کې د خپل دښمن په سترګه ګوري.

په خيبر پښتونخوا کې د سياسي چارو کارپوه او ليکوال عقيل يوسفزي هم له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ورته مسئلې ته اشاره وکړه.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، بدر الدين حقاني د دې شبکې د ورځنيو عملياتو مشري کوله.

دا شبکه په افغانستان کې په ځينو مهمو بريدونو او انسان تښتونو تورنه ده.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست يوه چارواکي پرون د نوم د نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل بدرالدين حقاني له ځينو نورو سخت دريځو وسلوالو سره وژل شوى دى.

بله خوا د طالبانو د يوه عالي رتبه قوماندان دا څرګندونې چې بدرالدين حقاني د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى، د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تاييد شوي، امريکا هم په څرګنده د بې پېلوټه الوتکو د پلانونو په اړه تبصره نه کوي، دغه بريدونه چې د پاکستان ولس يې مخالفت کوي له اسلام اباد سره د واشنګټن په اړيکو کې د کړکېچ سرچينه ګڼل کېږي.

له ذبيح اله مجاهد پرته نورو رسمي کسانو د موضوع د حساسيت له کبله د نوم د نه ښوولو په شرط خبرې کړي دي.

د قبايلو هغه سيمې چې امريکا ورباندې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته بريدونه کوي، ليرې پرتې او خطرناکې دي، خبريالانو او نورو خلکو ته يې دا کار سخت کړى چې د کوم مشخص سړي مرګ تاييد کړي.

حقاني شبکه، د امريکا عمده دښمنه:

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، بدرالدين حقاني د حقاني شبکې حياتي برخه ګڼل کېږي او ګومان کېږي په تښتونو او په افغانستان کې يې په مهمو بريدونو کې فعال رول درلود.

د امريکا د بهرنيو اړيکو په شورا کې د پاکستان يوه کارپوه دانيل مارکې وويل د بدرالدين ځايناستى پيدا کول به يو چلينج وي، خو ناممکن کار نه دى.

ده وويل که چېرې د حقاني د مرګ خبر رښتيا وي دا دې شبکې ته يو ګوزار دى خو دا پېښه به دوى له خپلو چارو راونه ګرځوي.

د امريکا د دفاع وزارت بدرالدين حقاني، د هغه پلار او وروڼه نصيرالدين او سراج الدين د تروريستانو په توګه پېژندلي دي.

د امريکا د دفاع وزارت د تېر ميلادي کال په مې مياشت کې وويل بدرالدين حقاني د ميرانشاه په شورا کې دى، دا هغه ډله ده چې د حقاني شبکې پر ټولو فعاليتونو کنټرول لري او د افغانستان په جنوب کې بريدونه تنظيموي.

د دفاع وزارت په دې باور دى چې بدرالدين په ٢٠٠٨م کال کې د نيويارک ټايمز د خبريال ډېوېډ روهد په تښتونه کې هم لاس درلود.
XS
SM
MD
LG