د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

امريکا پر ايران په بنديزونو کې له افغانستان او عراقه مرسته وغوښته


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرې خبرداری ورکړی چې که چیرې افغانستان او عراق د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو په عملي کولو کې همکاري ونکړي، واشنګټن ته ښايي چې د دواړو سره پرخپلو اړیکو له سره کتنه وکړي.

د متحدو ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرې الینا راس لیهتینن په دې اړه چې ایران د نړیوالو بندیزونو د اغیز څخه د تېښتې لپاره څه ډول هڅې پيل کړې دي ، د امریکا د دفاع او خزانې له وزیرانو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې .

میرمن لیهتینن د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا او د خزانې وزیر تیموتي ګیتنر ته په استولي لیک کې ټينګار کړی چې د ایران رژیم د بهرنیو اسعارو د ذخیرو د خوندي کولو او د نړیوالو بندیزونو د اغیز څخه د تېښتې لپاره د افغانستان او عراق مالي شبکو او همدا راز د عراق د تېلو او انرژۍ سکټور ته د لارې پيدا کولو په لټه کې دی.

د فرانسې خبري اژآنس په حواله ، په دې لیک کې خبر ورکړ شوی چې کابل او کندهار د مالي مرکزونو په توګه کارول کېږي .
د ایران رژیم کولای شي چې د دې دواړو ښارونو له لارې د نړیوالو بندیزونو اغیز پرځان کم کړي.

داسې هم ویل کیږي چې د ایران حکومت د خپلو پولي معاملو لپاره په افغانستان کې د ارین بانک په نوم د یوه بانک څخه کار اخلي.

فرانس پرس وايي ارین بانک په ریښه کې په دوو ایراني بانکونو پورې تړاو لري.

دلاوري
دلاوري
خو د افغانستان بانک ریس نورالله دلاوري له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ارین بانک د پيسو عادي معاملې ترسره کوي:

موږ هغه ټولې معملې چې دوی [ارین بانک] په د کال په ترڅ کې ترسره کړې وڅيړلې. دوي په ایران کې د یو شمیر مېشتو افغان سوداګرو د پيسو د انتقال لپاره کار کوي، ځينې نورې غټې او وړې معاملې هم لري خو داسې کومه فوق العاده معامله موږ نه ده لیدلې . دوی د پټرولو د تجارت سره په تړلو معاملو کې نه دي دخیل”

د افغانستان بانک ریس زیاته کړه چې په دې ارتباط يې له امریکايي چارواکو سره هم خبرې کړي، خو د سیاسي دلایلو په خاطر یې د دې بانک پر فعالیتونو بندیز نه دی لګولی .

ښاغلي دلاوري په ایران کې د لږترلږه درې ملیونه افغان کډوالو موجودیت ته اشاره وکړه .

ده وویل چې افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي او یو شمېر سیاسي مسایلو ته په پام به پرېکړه کوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیواړیکو د کمیټې مشرې ویلي چې په عراق اوافغانستان کې د دوی د عسکرو قرباني او مالي مصارف باید په نظر کې ونیول شي .

دې ویلي چې د ایران د ګواښ په وړاندې د امریکا له حکومت سره د افغانستان او عراق همکاري ډېره مهمه ده .

د افغانستان بانک ریس وویل چې په دې برخه کې د نه همکارۍ پر عواقبو پوهېږي.

ښاغلي دلاوري زادي راډیوته وویل:

افغانستان د اسیاپسفیک، او ایګومنت په څېر د یوشمېر سازمانونو د غړیتوب په خاطر ځینې مسوولیتونه لري. همدا راز د امریکا له دولت سره [ د امریکا سره موجود تړونونه]، نو هغه تحریمونه چې دوی پر ایران وضع کړي او موږ له هغوى سرغړونه وکړو ، ښايي افغانستان هم تر بندیزونو لاندې کړي”

نړیوال پر ایران تور لګوي چې د اتمی بم جوړولو هڅه کوي او له دې امله یې بندیزونه پرې لګولي دي خو د ایران حکومت دا تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG