د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۴

اولاند: يونان به په ايرو زون کې پاتې شي


فرانسوا اولاند
د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا اولاند وایي، یونان باید په ایرو ساحې کې پاته شي، خو د بودجې د کسر په راکمولو کې باید د خپلو ژمنو رښتینولي او اعتبار وښیي.

اولاند نن په پاریس کې د یونان له صدراعظم انتونیس ساماراس سره وکتل.

یونان هڅه کوي چې د مالي بدلونونو د عملي کولو لپاره زیات وخت تر لاسه کړي. دا بدلونونه د اروپایي اتحادیې د مالي ضمانت د تر لاسه کولو لپاره یو شرط دی.

ساماراس له اولاند سره له کتنې او خبرو وروسته ژمنه وکړه چې یونان به چارې تنظیم کړي او په ایرو ساحې کې به پاته شي.

د جمعې په ورځ د یونان صدراعظم د جرمنې له صدراعظم انګیلا میرکل سره په برلین کې کتلي وو. میرکل ویلي، هیله منه ده چې یونان به خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

اروپایي اتحادیي له یونان څخه غوښتي چې مالې بدلونونه باید عملي کړي او د دې کار لپاره یې دغه هیواد ته د ۲۰۱۴ کال تر نیمایي پورې وخت ورکړی دى. یونان هڅه کوي چې زیات وخت ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG