د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۵

د پاکستاني طالبانو مشر ملا دادالله ووژل شو


افغان او ناتو چارواکو ومنله چي د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یو قومندان ملا دادالله د کونړ په شلتن سیمه کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ایساف نن په یوې خبرپاڼې کې وویل، ملا داد الله چې په سیمه کې په جمال هم مشهور و، د وسله والو مخالفانو د انتقال او پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې د حملو مسئول و.

د کونړ ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي همدا خبر تاييد کړى دى.

د راپورونو له مخې مولوي دا دالله د ډیورنډ د کرښې اخوا د باجوړ په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر و.

د یو بل خبر له مخې، د کونړ چارواکي وايي، تېره شپه هم د پاکستان له خاورې د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ د راکټ ۳۵ مرمۍ لګیدلي ، خو د سر زیان یې نه دی اړولی.
XS
SM
MD
LG