د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د ولسی جرګې خبرداری


د ولسي جرګې ځینې غړي چې په کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو له امله یې د دفاع او کورنیو چارو وزیران بې صلاحیته کړي؛ وايي، د بهرنیو چارو وزارت هم ددې بریدونو د مخنيوي لپاره د ولسي جرګې په سپارښتنو عمل نه دی کړی.

د ولسي جرګې یو شمیر غړیو د شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې وویل؛ چې که د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي نو د کورنیو چارو او دفاع سلب اعتماد شویو وزیرانو په سرنوشت اخته شي.

دوی وايي، ولسي جرګې د بهرنیو چارو له وزارت نه غوښتي وو، چې د پاکستان له خوا د راکټي حملو مساله دې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نړیوالو ملګرو سره مطرح کړي، خو دا کار یې تراوسه نه دی کړی.

د ولسي جرګې دوه غړي سید حسین عالمي بلخي او فوزیه ناصریار په دې اړه وویل:

"۱:- په همدې تالار کې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې زه پوه شوم وکیلان له مونږ نه د پاکستان د راکټي حملو د بندولو په هکله دوه غوښتنې لري، یو دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیک واستوو او بل دا چې د افغانستان له مرسته کوونکو هیوادونو مرسته وغواړو، خو له هغه وخت نه یوه نیمه میاشت تیره شوه مګر د بهرنیو چارو وزارت کوم اقدام نه دی کړی.

۲:- که چیرې د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو عمل ونه کړي، د تیرو دوه نورو وزیرانو په سرنوشت به اخته شي."


د رپوټونو له مخې په تیرو دریو میاشتو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو کنړ او نورستان شاوخوا څلور زره راکټونه لګیدلي چې لسګونه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورنی یې له خپلو کورونو بیځایه کړي دي.

سره له دې چې ولسي جرګه د پاکستان له لوري د راکټونو د بندولو مسله د بهرنیو چارو وزارت پورې تړلې بولي او وایي چې باید د بهرنیو چارو وزارت دا مسله د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګر ملتونو د امنیت شورا ته ددې مسئلې راجع کول د بهرنیو چارو د وزارت له صلاحیته پورته خبره ده.

د دې وزارت ویاند جانان موسی زي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی نشي کولی دا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

"دا د بهرنیو چارو وزارت له صلاحیت نه وتلې خبره ده، پدې هکله باید د دولت په سطح پریکړه وشي او له هغه وروسته بیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرني سیاست د اجرا کوونکي په توګه هغه پریکړه عملي کوي.

خو اوس د بهرنیو چارو وزارت پخپل ابتکار او خپل اختیار دا پریکړه نشي کولای."


ولسي جرګې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د پاکستان له لوري په یو شمیر ختیځو ولایتونو د راکټي حملو د نه بندولو په خاطر د کورنیو چارو او دفاع وزیران عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمد بې صلاحیته کړل.

په ورته وخت کې په امریکا او ناټو ځواکونو هم انتقادونه کیږي چې ددې حملو د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي.

خو د ناټو ځواکونو ویاند ګوینتر کتس له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې ددې مسئلې د حل لپاره د افغانستان، پاکستان او ایساف ځواکونو درې اړخیزه غونډه مهمه بللې وه.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG