د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۸

امريکا وايي د مخالفانو پر ويبسايټونو يې انټرنټي حملې کړي


د امریکا د سمندري ځواکونو جنرال ریچارد میلس تېره اونۍ په بالتیمور کې خبري کنفرانس ته په دې اړه معلومات ورکړل چې ولې د امریکا پوځ انټرنټي یا (سایبر) حملې د جګړې مهمه برخه ګڼي.

دې جنرال ویلي : زه په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د پوځ د قوماندان په توګه ویلای شم چې زه د انټرنټي عملیاتو په مرسته توانیدلي وو چې پر مخالفینو زیات اغیز وکړو .

جنرال ریچارد وويل

موږ د هغوى په انټرنټي کړیو کې نفوذ وکړ څو د هغوى د قوماندې اوکنټرول برخه متاثره کړو. زه وتوانیدم چې زموږ د عملیاتو د متاثره کولو په هدف په انټرنټي کړیو کې د نفوذ لپاره د هغوى دوامدارې هڅې شنډې کړم”

امریکايي جنرال ریچارد میلس اوس د امریکا د سمندري ځواکونود قوماندانۍ مرستیال دی.

دی له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې د افغانستان په جنوب لویدیځو سیمو کې د نړیوالو ځواکونو مسوول و.

ده په افغانستان کې د مخالفینو پر انټرنټي شبکو د سایبر حملو د پراختیا او څرنګوالي په اړه ډیر جزئیات نه دي ورکړي او د امریکا د دفاع وزارت ویاند په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې.

د کارپوهانو په وینا د داسې حملو د ترسره کولو د خبر تایید مهمه مسئله ده .

په واشنګټن کې ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د انټرنټي امنیت د چارو څیړونکي جیمز لویس وايي چې د دې مسئلې تایید تازه خبر دی.

د دې څيړونکي په وینا ، په افغانستان کې د امریکا د پوځ لخوا د انټرنټي حملو د تر سره کیدلو په اړه مخکې هم خبرې کېدې خو تر اوسه هیڅ لوړ ربته امریکايي پوځي دا مسئله په دومره صراحت نه وه تایید کړې.

د واشنګټن د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې څيړونکي په ټلفوني مرکه کې ویلي چې د امریکا د پوځ انټرنټي عملیات پټه خبره نه ده خو تر اوسه د امریکا پوځي چارواکو په دې اړه سپینې خبرې نه وې کړې.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند په یوه ایمیل کې د جنرال ریچارد میلس د څرګندونو په ارتباط ویلي: موږ د امنیتي دلایلو په خاطر د خپلو پلانونو، راتلونکو اهدافو او جنګي تکتکتیونو په اړه جزئیات نه څرګندوو.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د دوي د پوځ انټرنټي حملې یا (Cyber Attacks) د معتبرو چارواکو د تایید او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تر سره کیږي.
XS
SM
MD
LG