د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

"دولت باید د وسله والو پرضد د ولسي پاڅونونو څارنه وکړي"


په داسې وخت کې چې په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅونه سمدلاسه په دې همدې سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګامونه بلل کیږي؛ خو یوشمېر کتونکې یې د راتلونکو نتایجو په اړه اندیښنه لري.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر او د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل؛ چې دولت باید د دغه پاڅونونو جدي څارنه وکړي.

نوموړي وویل دا ځکه چې د دې ویره موجوده ده، چې دا پاڅونونه به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ د دولت پر ضد استعمال کړي.

"د کومو پاڅونونو علایم چې لیدل شوي، دا د چا له خوا نه دي ګمارل شوي، بلکې دوی په خپله دې نتیجې ته رسیدلې دي، چې دولت د دوی دفاع نه شي کولای، نو باید خپله د خپل ځان دفاع وکړي، ځکه دوی د وسله والو له ظلم او ستم څخه تنګ شوي دي.

زما په عقیده دولت باید په ډیره ماهرانه ډول د دې پاڅونونو جدي څارنه وکړي، ځکه چې دا سبا ته بیا د دولت پرضد د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي شبکې او وسله وال مخالفین شوی استفاده ونه کړې او د دولت پر ضد یې استعمال نه کړي."


په افغانستان کې دا ولسي پاڅونونه په لومړي ځل د غزني ولایت له اندړ ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو پرضد پیل شول.

په تیرو څو ورځو کې د کندهار له ژیړۍ او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو نه هم د ورته پاڅونونو راپورونه ورکړل شول.

د وسلوالو مخالفینو پر ضد دغو ولسي پاڅونونو په ولسي جرګه کې هم تاوده بحثونه راپورته کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د وسله والو پرضد د ولسي پاڅونونو ملاتړ کوي؛ خو د وسله والو مخالفینو پر ضد د خلکو مسلح کیدل یو سوال بولي.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یوه وکیل محمد رضا خوشک وطن دوست وویل:

"دا کار په اصل کې ډیر ښه دی، خو پوښتنه دلته ده، چې عام خلک څنګه د وسله والو طالبانو پر ضد مسلح شول، زموږ ویره له دې نه ده، چې د عامو وګړو مسلح کیدل به نورو سیمو ته هم وغځیږي، چې دا امکان لري لویه ستونزه را پیدا کړي.

دا ځکه چې زموږ ملي پولیس او ملي اردو په دې ډول شرایطو کې بیا خپله روحیه له لاسه ورکوي، چې د دوی سره مواز نورې کمپنۍ جوړیږي."


په افغانستان کې ځیني نور کتوونکي د وسلوالو طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه په اړوندو سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم بولي او له دولت نه غواړي؛ چې ملاتړ ترې وکړي.

وسله وال طالبان بیا د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکي عام خلک نه بلکې د افغان دولت اربکیان بولي.

افغان دولت په رسیمي توګه تراوسه نه ده تایيد کړې، چې له دې پاڅونونو څخه ملاتړ کوي او یا هم ورته وسلې او امکانات برابروي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG