د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۴

ولسي جرګه په هیواد کې د ناامنیو زیاتیدو ته اندیښمنه ده


د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، غړي په هیواد کې هره ورځ لږترلږه څلویښت افغانان وژل کېږي.

دوی دا وژنې د ناامنیود زیاتیدو نښې ګڼي.

دوی د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که حکومت د ناامنیو مخنیوی ته تدابیر جدي نه کړي، روان وضیعیت به د ټول هیواد امن بې ثباته کړي.

د جرګې ځینو غړو ویل، نه یوازې افغان حکومت، بلکې نړیوالې ټولنې هم د هیواد د ناامنیو پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي.

د جرګې غړي نوربت خان منګل وویل، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې دوه مخې سیاست لوبوي:

"اوس د ناامنیو له امله وکيلان ولایتونو ته هم نه شي تللی، امریکا او ناټو په افغانستان کې دوه مخي سیاست لوبوي، په نورو هېوادونو کې یې د ډيموکراسي په خاطر نظامونه ړنګ کړل؛ خو دلته هره ورځ خلک شهیدانیږي.

دولت ته مو یوولس کاله چېغې ووهلې، خو عمل یې ونه کړ که دولت اقدامات ونه کړي؛ ولسي جرګه به د امنیت شورا ته پیغام ولیږي."


ځینو بیا پرحکومت انتقاد کاوه، چې مجرمینو ته جزا نه ورکوي او همداسبب دی، چې په هېواد کې ناامني له یوې نه بلې ته زیاتیږي.

بل خوا د دفاع وزارت چارواکو وایي، د ناامنیو مخنیوي ته یې عملیاتي پروګرامونه ترتیب او په عملي کېدو یې لاس پورې شوی دی.

د دې وزارت د اپراسیون ریيس جنرال افضل امان ازادي راډیوته وویل، چې د مخالفینو د ځپلو لپاره عملایت روان دي:

"موږ د سولې د ټینګښت او ثبات لپاره د هېواد په مختلفو سیمو کې دقول اردو ګانو په ذریعه عملیات پلان کړي، د تشویشونو په هکله څه نه شم ویلی؛ لیکن د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات جاري دي او مثبته نتیجه یې هم ورکړې. لویې لارې د خلکو لپاره خلاصې دي."

سربیره د هېواد د جنوبي ولایتونو پرناامنیو، راپورونه داهم وایي، چې په دې وروستیو کې د فاریاب او لوګر په ولایتونو کې هم ناامني زیاته شوې ده.

په ولسي جرګه کې د لوګر وکېلانو او د ولایتي شوراغړو په تازه شپو ورځو کې ویلي، چې که حکومت د دغه ولایت امنیت ته تدابیر ونه نیسي، د ولایت یوشمېر لیرې پرتې ولسوالۍ به د ناامنیو له جدي ګواښونو سره مخې شي.

شاوخوا میاشت مخکې د دفاع او کورنیو چارو وزیران په هېواد کې د پراخو ناامنیو او د پاکستان له لورې د کونړ پر ولایت د توغندیو د نه مخنیوي له امله، ولسي جرګې سلب اعتماد کړل.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG