د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۲

د سوریې لپاره د م.م ځانګړي استازي له بانکي مون سره وکتل


د سوریې لپاره د ملګروملتو او عربي ټولنې نوي استازي لخضر ابراهیمي، پرون په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي منشي بان کي مون سره وکتل.

دا اول وار دی چې ښاغلی ابراهیمي د سوریې لپاره د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان مقر ته ځي.

لخضر ابراهیمي په افغانستان او عراق کې د کار تجربه لري او په دواړو هیوادونو کې يې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه کار کړی.

ده پرون په نیویارک کې وویل :

"د ملګرو ملتونو عمومي منشي کله چې تاسې زنګ راته وواهه، ما رته وویل، چې زه د درناوي، خوشالۍ او ویرې احساس کوم او لا هم په هغه فکر یم.

بې له شکه چې زه به ممکنې هڅې وکړم. زه په سوریه او سیمه کې ځيني خلک پیژنم. ما په دې اړه چې تا او ملګرو ملتونو، عرب لیګ او ډاکټر نبیل العربي او تر ټولو مهم د سوریې خلکو ته څرنګه خدمت کولای شم یوڅه خبرې هم کړې دي."


دغه الجزایري ډيپلومات ویلي، چې په خپل ماموریت کې د سوریې خلک او د هغوی ګټې پربل هرشی او هر چا بر ګڼي.

د لخضر ابراهیمي په وینا د سوریې د حالاتو لپاره مخکنی استازی کوفي عنان په دې ماموریت کې ځکه ناکام شو؛ چې نړیوالې ټولنې يې لازم ملاتړ ونه کړ.

خو د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون ډاډ ورکړ؛ چې د سوریې د بحران د حل لپاره د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ ورسره دی.

بان کي مون په نیویارک کې وویل: "زه ستا او د نړیوالې ټولنې د بل هر استازي په څير په سیمه کې د جګړې دوام ته ژوره اندیښنه لرم.

څومره چې دا جګړه دوام کوي هغومره به زیات خلک وژل کیږي او کړیږي نو ستا رهبري او همکاري ډیره مهمه ده."


په عین حالکې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د سازمان عالي کمشنري (UNHCR) وايي؛ چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د ویرې څخه دوه لکه کسان ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د دې ادارې ویاند ادریان ادواردز پرون وویل، چې د روانې میاشتې (اګست) په ترځ کې د سوریې څخه د تښتیدلو خلکو شمیر پر یولک او پینځه اتیا زره واوښت.

ادواردز وویل: "د اګست په میاشت کې د سوریې څخه د تښتیدونکو خلکو شمیر ډیر زیات شو. موږ اوس تر ۲ لکه کسانو پورې رسیدلي یو. دا هغه شمیره ده، چې موږ یې د ټول کال لپاره اټکل کړی وو. واضح ده، چې موږ باید خپل پلانونه د سره وګورو. "

د ملګرو ملتونو دې سرچینې ویلي، چې یوازې تیره اونۍ دیرش زره کسان د سوریې ګاونډيو هیوادونو ته تښتیدلي دی.

په ترکیه کې له بیړنیو حالاتواو بحرانونو سره د مبارزې د ادارې مسولین وايي؛ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر درې نیم زره زیات خلک دې هیواد ته ور تښتیدلي دي.

دا په سوریه کې د بحران د پیل راهیسې د خلکو د مهاجرت تر ټولو لوړه شمیره ده.
XS
SM
MD
LG