د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

پر افغان عسکرو د هغوی د افغان همکارانو له خوا حملې زیاتې شوي


ناټو وايي، چې سږکال د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د هغوی د خپلو افغان همکارانو له خوا حملې زیاتې شوې.

د ناټو سرچینو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې سږکال په داسې حملو کې لږ تر لږه ۵۰ عسکر او پولیس وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مقاماتو تر اوسه پر نړیوالو عسکرو د هغوی د افغان همکارانو له خوا د حملو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګندوله.

په تیر یوه کال کې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو په یونیفرم کې کسانو د نړیوالو ځواکونو پر عسکرو ګڼې حملې وکړې.

خو د ناټو له خوا تازه خپاره شوي ارقام څرګندوي، چې په تیر یوه کال کې د افغانستان پر کورنیو ځواکونو د هغوی د خپلو افغان همکارانو له دخوا مرګونې حملې زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز د ناټو په حواله وايي، چې په روان (میلادي) کال کې داسې پینځه دیرش حملې شوې چې په ترځ کې یې لږترلږه ۵۳ افغان عسکر او پولیس وژل شوي.

په دې حملو کې ۲۲ تنه زخمیان شوي.

که چیرې په تیر یوه کال کې پر افغان امنیتي ځواکونو د داسې حملو د تلفاتو شمیر د ناټو ځواکونو سره پرتله شي؛ لیدل کیږي چې لږترلږه ۱۳ تنه زیات افغانان وژل شوي.

افغان او امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د افغان ځواکونو شمیر د ناټو د عسکرو په مقایسه درې برابره زیات دی.

د ناټو د ځواکونو په پرتله د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د هغوی د همکارانو له خوا د حملو د زیاتوالي یو دلیل د افغان ځواکونو د شمیر زیاتوالی دی.

دوهم دلیل یې دا دی، چې ډير محدود شمېر افغان عسکر او پولیس د نړیوالو عسکرو سره یوځای دي.

نیویارک ټایمز وايي، چې د دواړو لورویو تلفات د افغان او امریکايي چارواکو لپاره جدي اندیښنه ده.

د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن د پنجشنبې په ورځ تایید کړه؛ چې پر افغان ځواکونو د هغوی د خپلو همکارانو حملې یوه زیاتیدونکي ستونزه ده.


د نیویارک ټایمز په حواله، د وسله والو طالبانو نفوذ هم ښايي د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د هغوی د خپلو همکارانو له خوا د حملو په زیاتیدلو کې رول لري.

خو د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو پخواني قوماندان جنرال امین الله امرخیل ورځپاڼې ته ویلي؛ چې افغان ځواکونه له زیات خطر سره ځکه مخامخ دي؛ چې محفوظ ځایونه نه لري.

په داسې حالکې چې نړیوال ځواکونه په خوندي ځایونو کې ځای پر ځای دي.

جنرال امرخیل ورځپاڼې ته ویلي، چې د ناټو ځواکونو مرکزونو ته د دښمن رسېدل اسان کار نه دی:

"دښمن ترډیره حده په نړیوالو ځواکونو باندې پر حملو تمرکز کوي خو د ناټو او امریکايي ځواکونو مرکزونو ته رسیدل ګران کار دی، پداسې حالکې چې د افغان پولیسو او ملي اردو مرکزونو ته رسیدل ډيره سخته خبر نه ده. "

د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د هغوی د افغان ملګرو تر ټولو یوه مرګوني حمله تقریبا پینځه میاشتې مخکې وشوه.

په پکتیکا کې یوه افغان عسکر خپلو ۹ تنو همکارانو ته د خوب دوا ورکړې وه، هغوی یې وژلي وو او بیا له یو موټر وسلو سره تښتیدلی وو.

د نیویارک ټایمز په وینا، طالبان په زغرده د داسې حملو مسوولیت اخلي او وايي، چې وسله والو یې د پولیسو په لیکو کې نفوذ کړی دی.

خو افغان چارواکي وايي، چې دا لا نه ده څرګنده، چې د وسله والو طالبانو نفوذ د دې مسالې تر شا دی او که چیرې دا پیښې د شخصي دښمنیو له مخې کیږي.
XS
SM
MD
LG