د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۶

افغان ملي کرکټ ټیم له اسټرالیا سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به نن (شنبه) د اسټرالیا د کرکټ د لوبډلې په وړاندې لوبه وکړي.

دا نړیواله مسابقه چې یوازې یوه ورځ ده، د متحده عربي اماراتو د شارجې په ښار کې ترسره کیږي.

په عین حال کې، د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر "حمید شینواري" د پیژندل شویو نړیوالو لوبډلو څخه غوښتنه کړې؛ چې په افغانستان کې د کرکټ د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسټرالیا په وړاندې د جدې رقابت لپاره په مسابقه کې برخه واخلي.

دا سیالی به چې (One Day International) یا د یوې ورځې نړیواله لوبه بلل کیږي، د کابل په وخت د مازدیګر په پینځه نیمو بجو پيل شي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړي وايي، چې د دې مسابقې لپاره یې ځانګړې تیارۍ نیولې دي.

خو له دې سره هم افغان لوبډله د پياوړو نړیوالو ټیمونو څخه غوښتنه کوي؛ چې په افغانستان کې د کرکټ ودې ته پاملرنه زیاته کړي.

دا په روان میلادي کال کې دوهم وار دی، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوال بورد د دایمي غړي پر وړاندې لوبه کوي.

افغان لوبډلې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د کرکټ له ټيم سره د (One Day International) مسابقه درلوده.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر حمید شینواري ویلي؛ چې افغان لوبډلې په تیرو دریو کلونو کې د کرکټ د نړیوال بورډ د دایمي غړو سره یوازې دوې مسابقې ترسره کړې دي.

د ښاغلي شینواري په باور دا عادلانه کار نه دی.

حمید شنیواري ویلي، چې کرکټ په افغانستان کې تر دې چې یوازې یوه لوبه وګڼل شي؛ زیاته وده کړې او ډير افغانان ورته خوشبین دي.

د حمید شینواري په وینا، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړو د بل هر هیواد په مقایسه په لنډ وخت کې ښه او چټکه وده کړې؛ اوس د دې صلاحیت لري، چې د کرکټ د نړیوال بورډ د دایمي غړو پر وړاندې لوبه وکړي.

حمید شینواري غوښتنه کړې، چې د (ون دې انټرنشنل) یا د یوې ورځې نړیوالې مسابقې باید په کال پينځو یا شپږو ته زیاتې شي.

ده ویلي، چې د (One Day International) ګډون د افغانستان د کرکټ ټیم د غړو په روزلو کې زیاته مرسته کولای شي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په تیرو څلورو کلونو کې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې او ډير ژر به د نړۍ په سطح له ډیرو پيژندل شویو ټیمونو سره د یوې ورځې سالۍ ولري.

په دې لړ کې د سریلانکا، هند او ویست اندیز نومونه شامل دی.

ټاکل شوې چې دا نړیوالې مسابقې د روان میلادي کال د سپټمبر د پینځلسمې نیټې څخه د سریلانکا په مرکز کولمبو کې پيل شي.
XS
SM
MD
LG