د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۲

ناروې: د ٧٧ کسانو وژونکى په ٢١ کاله بند محکوم شو


اندیرس بیهرینګ برایفیک
د ناروې یوې محکمې، اندیرس بیهرینګ برایفیک چې تېرکال یې ۷۷ کسان په ډله يیز ډول او بمې چاودنو کې وژلي وو، په ۲۱ کاله بند محکوم کړ.

د قاضیانو پنځه کسيزې ډلې دغه راز نن حکم صادر کړ چې ۳۳ کلن مجرم په دماغي لحاظ زندان ته برابر دی.

په ناروې کې د قتل یا قتلونو لپاره ۲۱ کاله بند حد اعظمي سزا ده او د دې هیواد په قانون کې د عمري بند سزا نه شته.

که چېرې نوموړی ټولنې ته خطر وپېژندل شي نو د بند سزا یې ممکن اوږده شي.

قانونپوهان وایي، قاتل ممکن د ژوند تر پایه په زندان کې پاته شي.

برایفیک اعتراف کړی چې د جولاي میاشت کې یې په اوسلو ښار کې پر حکومتې ودانیو بمې حملې کړې وې او ۶۹ تنه ځوان نارویژنیان یې د اوړي په یوه کمپ کې په ډزو وژلي وو.

دا حمله له دويم نړیوال جنګ وروسته په ناروې کې تر ټولو ناوړه پیښه بلل شوې ده.
XS
SM
MD
LG