د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ولسي پاڅونونو د کورنۍ جګړې اندېښنې پيدا کړي


په لغمان کې ځينې پاڅون کوونکي
په لغمان کې ځينې پاڅون کوونکي
د ننګرهار ولايت په حصارک او د کندهار ولايت په ژړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د خلکو راپورته کېدل په افغانستان کې د اولسي پاڅونونو د لړۍ تازه کړۍ ده.

که څه هم په دې وروستيو کې دا پاڅونونه ډير ستايل شوي خو ځينې د امنيتي ځواکونو په موجوديت کې د خلکو له خوا وسله راپورته کول غيرقانوني او کورنۍ جګړې ته يو لاره هوارونکی لامل بولي.

له کونړ ولایت څخه چې په ځينو سيمو کې يې د طالب ضد وسله وال پاڅون رپورټونه دي، په پارلمان کې د کورني امنيت د کمیسون غړی حاجي سخي مشواڼی وايي:

”له يوې خوا اولس بې وسلې کيږي او له بلې خوا ورته وسله ورکول کيږي. زما فکر دا قوتونه جوړيږي، د تير وخت د تنظيمونو حالات به وي. په خلکو کې به ځينې مسلح وي او ځينې به نه وي. جګړې به وي“

د اولسي پاڅونونو لړۍ د غزني ولايت له اندړو څخه دوه نيمې مياشتې مخکې شروع شوې وه. دا تر ټولو ډير قوي او منظم ګڼل کيږي چې ګڼ کلي يې له طالبانو خالي کړي دي.

د دې پاڅون يو قوماندان حاجي هیبت خان حقيار د کورنۍ جګړې اندیښنې بېځايه بولي او وايي:

”که امنيت راځي او منظم حکومت وي، يا همدا حکومت امنيت راولي نو موږ به دا وسلې حکومت ته سپارو. که چا خپل ټوپک راوړی وي، هغه به هغوی ته ورکوو او کومې وسلې مو چې اخیستي دا به حکومت ته وسپارو. ځکه چې موږ سره د طب يا انجنيرۍ پوهنځيو محصلين دي، هغوی نه غواړي چې دې بدبختيو ته لاس واچوي. دا جنګ پر موږ تپل شوی دی”

چاوراکو په وار وار ويلي چې دوی د اولسي پاڅونونو تر شا هيڅ لاس نه لري خو ملاتړ يې کوي. د دوی په وينا دا پاڅونونه لنډ مهاله او موقتي دي.

د کندهار په ژړۍ کې د تازه پيل شوي پاڅون په هکله د دې ولايت د والي وياند جاويد فیصل وايي چې پاڅونونه به له لاسه ونه وځي او خپل سرۍ به رامنځته نه کړي.

په ژړۍ ولسوالۍ کې د ناټو سرتېري ګزمه کوي
په ژړۍ ولسوالۍ کې د ناټو سرتېري ګزمه کوي
هغه وايي:

”کوم ځای کې چې پاڅون شوی، هغه په مکمله توګه د حکومت تر کنټرول لاندی دی. په کندهار کې د طالبانو زور دومره نه دی چې کلي يې په کنټرول کې وي. خلک د طالبانو د غلچکي بريدونو او له خلکو څخه په زور د ډوډۍ اخیستو او داسې نورو خلاف راولاړ شوي”

د امنيتي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت اولسي پاڅونونه د افغانستان په ګټه ګڼي:

بايد زموږ ملي امنيت د دې قابليت ولري چې دا پاڅونونه مهار کړای شي. دوی د بل چا لښکر نه شي او لږ تر لږه دوی د دښمن برخه نه شي. زموږ د کورنيو چارو وزارت، د دفاع وزارت او ملي امنيت بايد د دوی سره په غير مستقيم ورسره مرسته هم وکړي او تر نظر لاندې يې هم ونیسي. کنټرول پرې ولري. که داسې ونه شي نو دا پاڅونونه بيا د بل چا په قوت اوړوي او مهار کول به يې مشکل وي”

د طالب وسله والو پر ضد د اولسي پاڅونونو په اړه مو د اړونده سيمو د اوسيدونکو سره خبرې وکړي. دوی د موضوع سره د تړلو امنيتي اندیښنو له وجې د غږ او نوم نه خپريدل غوښتل خو په پاڅونونو يې خوښي وښوده.

بشير ګواښ
XS
SM
MD
LG