د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

په غزني کې ١٠ طالبان وژل شوي


د غزني ښار
د غزني ښار
چارواکي وايي د غزني ولايت په دريو ولسواليو قره باغ، اجرستان او اندړو کې افغان او بهرنيو سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ژوندي نيولي دي.

د چارواکيو په خبره د غزني په اندړو ولسوالۍ کې افغان سرتېرو ته د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو څلور زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم په لاس ورغلي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي چې په ترسره شويو عملياتو کې افغان او بهرنيو سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

”په قره باغ کې د بهرنيو او کورنيو سرتېرو له خوا ګډ عمليات شوي دي چې په پايله کې يې د کوچيانو د ډلې څلور تنه جنګي قومندانان وژل شوي او درې نور يې ژوبل شوي دي، دې ورته په اجرستان ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نيولي دي، بله خوا بيا د اندړو ولسوالۍ په کنصف سيمه کې د ملي امنيت سرتېرو عمليات کړي دي چې په پايله کې يې څلور زره کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي او درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي”

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

نن د جمعې ورځ په غزني ښار کې د غزني پر پخواني والي او دا مهال د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون د قومندان فيضان الله فيضان په موټر هم وسله والو او ځانمرګو بريد کړی و چې په پايله کې يې فيضان ژوبل او درې تنه بريد کوونکي ژوندي ونيول شول.
XS
SM
MD
LG