د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د کابل په هوايي میدان کې د جعلي پاسپورټونو د تشخیص لپاره دستګاوې نصب شوي


افغانستان ته په جعلي پاسپورټونو سره د بهرنیو اتباعو د راتګ په اړه د اندیښنو له زیاتیدو وروسته، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په کابل نړېوال هوايي میدان کې د جعلي اسنادو د پیژندلو په خاطر د د ستګاوو د نصبولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغه دستګاوو په نصبولو سره به جعلي پاسپورټونه وپيژندل شي او هغه کسان چې دغه پاسپورټونه له ځان سره لري نیول کیږي:

(په دې وروستیو کې زموږ تازه اقدام دا دی چې په کابل نړېوال هوايي میدان کې د جعلي اسنادو د پیژندلو په خاطر نوې دستګاوې نصب شوې، په ځانګړي ډول د جعلي پاسپورټ، جعلي تذکرې، جعلي لایسنس او نورو هغو اسنادو د پيژندلو په خاطر چې ډیر کارول کیږي.)

له دې مخکې راپورونه خپاره شول، چې د بنګله دیش، هند او نیپال هېوادونو اتباع په جعلي پاسپورټونو سره افغانستان ته ننوتي او په کابل هوايي میدان کې د هغوي د جعلي اسنادو په پيژندلو سره نیول شوي دي.

که څه هم د هېواد د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په جعلي پاسپورټونو باندې د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي چې دغه کسانو قصد درلود څو د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ځان ورسوي.

تر دې پخوا ددغو هیوادونو ځینې داسې اتباع هم نیول شوي چې په جعلي پاسپورټونو افغانستان ته د کار لپاره راغلي و.

په همدې حال کې یو شمیر کارپوهان افغانستان ته په جعلي پاسپورټونو باندې د بهرنیو اتباعو ننوتل د اندیښنې وړ بولي.

د امنیتي چارو یو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

(که څوک افغانستان ته راځی او هغه هم جعلي پاسپورټ جوړوي،که بنګله دیشی وي،پاکستانی وي د بل هیواد وي،او له دې خاطره چې د افغانستان په پاسپورټ باندې بهرته لکه استرلیا اروپا یا نورو هیوادونو ته لاړشي ،دا خپله یو جرم دی،ګناه ده او دوی د افغانستان او افغانانو نوم بدوي،هلته جنایتکاري کوي،هلته دهشت ګردي کوي،هلته تروریستي اعمال اجراکوي.)

داسې اندیښنې شتون لري چې د ګاونډیو هیوادونو یو شمیر اتباع په جعلي پاسپورټونوسره افغانستان ته راځي او د خپلو هیوادونو لپاره د ورانکارو اعمالو زمینه برابروي.
له دې مخکې افغانستان ته له پاسپورټ پرته د بهرنیو اتباعو د راتګ راپورونه خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې ځینې کسان له ګاونډیو هیوادونو څخه دکار موندنې لپاره هم ا فغانستان ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG