د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

"د لوګرځیني ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخامخ دي"


په لوګر کې امنیتي ستونزې تربل هر وخت دومره زیاتې شوي چې ان د ولسي جرګې یو شمېرغړي د دې ولایت ځینې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخامخ بولي.

په ولسي جرګې کې د دې ولایت ځیني استازي او د لوګر ولایتي شورا وایي، چې په دې ولایت کې وسله وال مخالفان پراخ فعالیت لري او ان امنیتي ځواکونه د هغوي پر وړاندې په دفاعي حالت کې دي.

په ولسي جرګې کې د لوګر استازي محمد اکبر ستانکزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي څو ځلي د لوګر د وضعې په اړه له ولسمشر کرزي او امنیتي چارواکو سره خبرې کړي خو وایي، چې چاه یي په اړه غوږ نه دی ګرولی:

"د لوګر امنیتي وضع ډیره خرابه ده، ان ښایي ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

اوس هم ولسوالۍ په مورچلو بدلې شوي، مامورین نشته او خلک هم ولسوالیو ته مراجعه نه کوي.

که لوګر ته جدي پام ونشي نو ډیر امکان شته چې مرکز پل علم هم له امینتی پلوه د ولسوالیو په څیر شي.

هغه خلک له لوګر نه کابل ته وتلي چې مالي توان یې ښه وو،یعني په لوګرکې امنیت په بشپړ ډول نشته".


لوګر د کابل جنوب ته پروت ولایت دی چې د مس عینک مهم کان هم د دې ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې موقعیت لري، د لوګر والي طاهرخان صبري هم څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې د دې ولایت د امنیتي وضعې په اړه اندیښنه ښودلې وه او له مرکزي حکومت نه یې غوښتي وو چې دې مسالې ته رسیدګي وکړي.

د لوګر ولایتي شورا هم په دې ولایت کې امنیتي وضع د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې دا ستونزه ورځ تربلې د زیاتیدو په حال کې ده.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټر عبدالولي وکیل ازادۍ راډیو ته وویل، که چیرې د دې ولایت اوسني امنیتي وضعیت ته رسیدګي ونشي نو د ده په خبره پر کابل به هم وزر وغوړوي:

"افرین دې پر مخالفانو او د هغوي پر درک شه چې د لوګر اهمیت ته یې د اهمیت په سترګه کتلي او دا ولایت یې تر ګواښ لاندې نیولی دی.

مرکزي حکومت ملامته دی ځکه چې لوګر ته یې د نه پاملرنې له امله دا ولایت له اوسنۍ وضعې سره مخامخ کړی.

زما غوښتنه دا ده چې لوګر ته باید جدي پاملرنه وشي له دې پرته وضع یې نوره هم خرابیږي اوکابل هم ورسره له امنیتي پلوه خرابیږي".


د لوګر ولایتي شورا او په ولسې جرګې کې د دې ولایت ځینې وکیلان وایی چې په ازره ،خروار،برکي برک او څرخ ولسوالیو کې ډلې ډلې وسله وال مخالفان ګرځي او هرهغه څه کوي چې د دوی خوښه وي،حتی څه موده مخکې څو تنه په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانولخوا په درو هم ووهل شول.

د لوګر د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیونی هم په دې ولایت کې امنیتی ستونزې تر یوه حده مني خو وایی چې دا ستونزې په هغه سطح نه دي چې د ولسې جرګې ځینې وکیلان او د لوګر د ولایتي شورا رییس ورته ګوته نیسي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وایی چې د لوګر په ټولو برخوکې دولتي ادارې فعالې دي اوپه دې اړه کومه جدي اندیښنه نه ده موجوده،د دې وزارت یوه ویاند نجیب دانش آزادي راډیو ته وویل چې ډیر ژر به لوګر ته نور امنیتی ځواکونه هم واستول شي:

"په لوګر کې په ځینو برخوکې یوه اندازه اندیښنې موجودې دي چې کله نا کله د خلکو د زورولو لامل ګرځي.

د کورنیو چارو وزارت د لوګر د امنیتی ستونزو د حل لپاره هڅه کوي چې له اوسنۍ اندازې څخه د امنیتی ځواکونو شمیر زیات کړي.

دغه راز د لوګر د امنیتی ځواکونو د تقویې لپاره هم هلې ځلې دوام لري ترڅو له دې پلوه د خلکو اندیښنې لري شي".


د لوګر د امنیې قومندان ښاغلي روغ لیوني وویل چې د لوګر په نا امنه کولو کې د سیمې د ځینو هیوادونو استخباراتي کړۍ لاس لري او دوی کوښښ کوي چې په دې توګه د مس عینک د کان د را ایستلو مخه ډب کړي.

لوګر سره له دې چې له کابل ښارنه کابو دیرش کیلو مټره واټن لري خو په دې وروستیو کې دا ولایت له امنیتی پلوه په رسنیو کې ډیر یادیږي،په ځانګړي توګه په وروستیو اونیو کې د دې ولایت پرمرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ وسله والو مخالفانو حملې زیاتې کړیدي.

په ولسې جرګې کې د لوګر ځینې وکیلان وایی چې د همدې ګواښونو او امنیتی ستونزو له امله سلګونه کورنۍ دې ته اړې شوي چې خپل کورونه پریږدي او کابل یاهم د دې ولایت ځینو نورو سیمو ته کډې وکړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
XS
SM
MD
LG