د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۳

د شفیق مرید د کنسرټ د لغوه کېدو په خلاف اعتراض شو


په هرات کې محلي رسنیو د شفیق مرید د کنسرټ د لغوه کیدو په خلاف په خپل ډله ایز اعتراض کې د چهار شنبې په ورځ د خپلو خپرونو زیاته برخه د دغه ځوان سندر غاړي سندرو ته ځانګړې کړې وه.

د هرات محلي رسنیو دا کار په دغه ولایت کې د خبریالانو د ملاتړ ادارې په غوښتنه کړې.

ددې ادارې مشر خلیل احمد امیري وویل، چې په هرات کې رسنۍ غواړي، چې د حماسي او مبتذلې موسیقۍ ترمنځ توپیر وښیي:

"د دې مرکز له خوا په یو اقدام کې له غږیزو او انځوریزو رسنیو وغوښتل شول، چې د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه دې د خپلو خپرونو زیاته برخه د شفیق مرید سندرو ته ځانګړې کړي.

له بل لوري ددې اقدام یو هدف دادې، چې د حماسي او متذلو سندرو ترمنځ توپیر وښودلې شي، څو هغه کسان، چې انتقاد کوي پi دې اړه سم درک ولري."


له بل لوري خپله شفیق مرید، چې وی نشوای کړای په هرات کې خپلو مینه والو ته کنسرټ ورکړي خواشنې ښیي.

ده په هرات کې د ازادۍ راډیو له خبریال سره په خپلو خبرو کې د محلي چارواکي د دې کنسرټ د لغوه کیدو اصلي عامل وبلل.

ده وویل، چې د دې کنسرټ د نه کولو په اړه له کوم کس او یا ډلې نه خپله کوم پیغام نه وو ترلاسه کړې:

"زه خپله هیڅ خبر نه لرم او نه پوهیږم، خو خلکو ویل، چې اخندان او ملایان راغلي وو، څو دا کنسرټ لغوه کړي او زما په خلاف یی شعارونه ورکول.

زما کاري ټیم دا هرڅه په خپلو کامرو کې ثبت کړي، چې د یو مستند فلم په توګه به د خصوصي ټلویزیونونو له لارې وښودلې شي. له دې وروسته به دا روښانه شي، چې اصله مسله څه وه."


شفیق مرید غوښتل دا کنسرټ د هرات ښآر په سټیډیم کې د شاوخوا پنځلسو زرو کسانو په منځ کې ترسره کړي، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په وینا د امنیتي ګواښو په پام کې ساتلو سره لغوه شو.

ددې وزارت سلاکار جلال نوراني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په هرات کې امنیتي چارواکو دې کنسرټ ته د ورپیښ ګواښ په اړه ځینې معلومات ترلاسه کړې وو.

په هرات کې ځینې کړۍ بیا دا هم وایی، چې دا کنسرټ د یو بانفوذه خطیب د مخالفت له کبله لغوه شوې.

خو ښاغلي نوراني وویل، چې دا هغه مسله ده، چې په ډیره لوړه کچه باید وڅیړلې شي او دویی یی په وړاندې د څه کولو وس نه لري:

"موږ ددې مسلې په وړاندې د دریدو هیڅ توان نلرو، دا مسله باید د اطلاعات او کلتور وزارت نه په لوړه کچه مطرح شي."

له بل لوري د هرات ولایت د علماء شورا ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی ددې کنسرټ په لغوه کولو کې کوم رول نلري.

دا، چې ددې کنسرټ د لغوه کیدو تر شا د چا لاس وو او اصلي علت یی څه وو دا هغه پوښتنه ده، چې ممکن په راتلونکې کې ورته ځواب وموندلې شي.
XS
SM
MD
LG