د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

په افغانستان کې د قراردادیانو لپاره د امریکا امنیتي تدابیر


د ناټو په یو سند کې، چې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له خوا خپور شوې په کې د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف له خوا د قراردادي کارکوونکو لپاره د احتیاطي تدابیرو یادونه شوې.

پدې تدابیرو کې د قراردادي مامورینو ته د سفر لپاره د زغره والو موټرو ورکول، چې پرمختللي مخابراتي سیسټم، جي، پي، ایس یا په ځمکه د موقعت د ښودلو سیسټم او ځانګړې وسلې لري شامل دي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموریت یو ویاند سټیف نیتا تایید کړې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال امر کړې، چې قراردادي کارکوونکو ته باید جدي امنیتي تدابیر ونیولې شي.

خو دده په وینا د ایتلاف تګلاره اجازه نه ورکوي، چې دغه تدابیر ورښانه کړای شي:

"موږ په خپله پالیسۍ کې د قراردادي کارکوونکو په اړه بیا کتنه کړې. د ځواکونو ساتنه دلته زمونږ د عملیاتو یو اساسي عنصر دې. مونږ دا احساسوو، چې زمونږ کارکوونکي پدې پوهیږي، چې دا ټول تدابیر ددې لپاره نیولې کیږي، څو یو با امنه فضا رامنځ ته شي."

دا تدابیر پداسې حال کې نیول شوي، چې پدې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې د ملبسو کسانو لخوا په بهرنیو سرتیرو حملې زیاتې شوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په خپل یو رپورټ کې دې حملو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دا د بهرنیو سلاکارانو او ددوی د افغان همکارانو ترمنځ واټن پیدا کوي.

په رپورټ کې لیکل شوي، چې دې حملو بهرني سلاکاران مایوسه کړي، چې له امله یی د افغان ځواکونو د روزنې کیفیت رالویږي.

افغان کتونکي هم دا مني، چې طالبان غواړي پدې حملو سره د افغان حکومت او د هغې د بهرنیو ملاتړ ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

خو دا، چې طآلبان تر کومه حده خپل دا هدف ترلاسه کړې، ددفاع وزارت پخوانې مرستیال جنرال عتیق اله بریالې یی په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"دوی پدې لټه کې دي، چې په دا ډول مرګ ژوبلې پیښولو سره د ناټو د غړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ویره رامنځ ته کړي، څو خپل هیوادونه مجبوره کړي، چې له افغانستان نه سرتیري وباسي.

دوی پدې کار کې زیات بریالي ځکه نه وو، چې ددوی د حملو زیات تمرکز په امریکایی او بریتانوي ځواکونو وو، چې دواړه زیات دهشت لري.

نو طآلبان ددې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، خو د مرګ ژوبلې د اړولو او د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ د فضا په رامنځ ته کولو کې بریالي وو."


د والسټریټ ژورنال د رپورټ له مخې په تیرو دوو اونیو کې په دا ډول حملو کې شاوخوا لس امریکایی سرتیري وژل شوي.

د روان کال له پیل نه بیا پدې حملو کې د وژل شویو بهرنیو سرتیرو شمیر څلویښتو ته رسیدلې دې.

امریکایی مشرانو پدې مسلې ژوره اندیښنه څرګنده کړې او بارک اوباما ویلي، چې پدې مسلې به له خپل افغان سیال سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG