د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۱

د امریکا انتخابات او د افغانستان جنګ


د افغانستان جګړه د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په کمپاین کې ډیر کم د یو بحث په توګه پورته کیږي.

په داسې حال کې، چې لا هم اتیا زره امریکایي پوځیان په افغانستان کې په جګړه بوخت دي او په اوسط ډول هره ورځ یو سرتیرې یي مري، دا جګړه نوره په کانګرس کې د بحث توده موضوع نه ده.


تر هغه وخته، چې رایي ورکوونکي د نومبر د میاشتې په شپږمه نیټه د اوباما او د جمهوریت غوښتونکو د کاندید میټ رومني ترمنځ یو د راتلونکي ولسمشر په توګه انتخاب کړي د افغانستان جګړه به په خپل دولسم کال کې وي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې لیکي، د ډیرو امریکایانو لپاره دا جګړه کافي اوږده شوې، عامه رایي تر ډیره د دې جګړې په وړاندې منفي ده او په سلو کې شپږ شپیته خلک یي مخالف دي.

یوه وروستۍ سروې ښیۍ، چې په سلو کې شپیته امریکایان دا احساسوي، چې امریکا باید نوره د افغانستان په جګړه کې ښکیله نه وي او یوازې یو دیرش سلنه یی پدې باور دي، چې د امریکا جګړه سمه ده.

پدې جګړه کې، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د القاعده د له منځه وړلو لپاره پیل شوه له یو زر نهه سووه پنځوسو نه زیات امریکایی عسکر وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي.

سږ کال په جولای میاشت کې څلویښت امریکایی سرتیري ووژلې شول، چې تراوسه پورې د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

یو دیرش امریکایی سرتیري په روانه میاشت کې ووژلې شول، چې اووه یی د یوې هلې کاپټرې د نسکوریدو په پیښه کې له منځه ولاړل.

لس نور امریکایی سرتیري په هغو حملو کې وژل شوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو نه ورباندې شوي دي.

پدې جګړه کې د القاعده وسله وال تر ډیره له افغانستان څخه و ایستل شول او مشر یی اسامه بن لادن تیر کال په پاکستان کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژلې شو.

اکثره دا دلیل وړاندې کوي، چې د اسامه بن لادن وژنه له افغانستان څخه ددوی چټک وتل توجیه کوي.

خو نور بیا وایی، چې د یو بې ثباته افغانستان شاته پریښودل به یو ځلې بیا د القاعده په څیر وسله والو ډلو ته، چې امریکا او متحدین یی ګواښولې شي یو خوندې پټن ځای برابر کړي.
XS
SM
MD
LG