د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

پر بهرنیو ځواکونو د مستقیمو ډزو اغیزې


پر نړېوالو ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو په یونیفورم کې حملو پوځي کارپوهان اندیښمن کړي او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید داسې اقدامات وکړي چې د امنیتي کسانو په لیکو کې مخالف وسله وال وپیژني.

دغه اندیښنې وروسته له هغې ښودل کیږي، چې سږکال پر بهرنیو ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو په یونیفورم کې مستقیمې حملې زیاتې شوي دي.

پوځي کتونکي جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ډول حملې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ، کمزورې ادارې او دیسیپلین او د بهرنیو ځواکونو د ناوړه اعمالو له مخې رامنځ ته کیږي.

جنرال امرخیل وایي، چې د دې ډول حملو ډیروالی په لنډ او اوږد مهال کې ډیر بد اغیز لرلی شي.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیانو کابو دیرش حملې شوي چې شااوخوا څلویښت تنه په کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په تیرو شلو ورځو کې پربهرنیو ځواکونو د افغان سرتیرو په یونیفورم کې شااوخوا اوه وسله والې حملې شوي دي.

وروستۍ حمله د تیرې یکشنبې په ورځ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وشوه چې د یوه افغان پولیس په ډزو کې یو بهرنی وګړی ووژل شو او یو بل ټپی شو.

په همدې حال کې د افغانستان امنیتی ارګانونه وایي چې دغه ډول حملې ډیرې جدي نیسي او د مخنیوي لپاره یې عملي چارې هم پيل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په همدې هدف د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د دفاع وزارت، ملي امنیت او ناټوځواکونو له خوا یو ګډ کمیسیون جوړ شوی چې د دغو حملو د مخنیوي لپاره حل لارې پيدا کړي:

"په دې برخه کې مونږ جدي پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي، مونږ به کشفي او استخباراتي ځواکونه د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په لیکو او د جلب او جذب په مرکزونو کې وګمارو.

مونږ داسې پروګرام هم لرو چې څنګه د جلب او جذب پر بهیر له سره کتنه وشي، هیله من یو چې ددې پروګرام په عملي کیدو سره نور دداسې پیښو شاهدان نه اوسو."


کله چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو له خوا مستقیمې حملې کیږي نومسوولیت یې ترډیره د حکومت وسله وال مخالفین پرغاړه اخلي.

خو امنیتي چارواکي په داسې حملو کې د وسله والو مخالفینو لاس لرل یا ردوي او یا یې هم کم بولي،دوی وایي چې دغه حملې د شخصي مسایلو، کینې او رواني فشار له امله کیږي.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو بل کتونکی جنرال امرالله امان هم پربهرنیو ځواکونو د افغان سرتیرو د حملو ډیروالی جدي موضوع بولي او وایي چې د زیاتیدو په حالت کې به یې په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ کال وروسته ډیره ګډوډي رامنځ ته شي.

د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د حملو ډیروالي په نړیواله کچه هم اندیښنې را پارولي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د دغه هیواد د دفاع وزیر هم د دغو حملو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی به د امریکایي ځواکونو خوندیتوب ته ډیر پام وکړي.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مارتین دیمپسي هم د تیرې دوشنبې په ورځ کابل ته راغی چې له افغان چارواکو سره د خبرو آترو یوه برخه یې هم همدا مساله وه.

اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG