د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۷

"په نیمروز کې امنیتي وضع د اندیښنې وړ ده"


په زرنج ښار کې وروستیو درې ځان وژونکو حملو د نیمروز ولایت خلکو او ولایتي شوراته ډیرې امنیتی اندیښمې را پیدا کړي دي.

د نیمروز د ولایتي شورا مشره وایي، چې دا ولایت له پاکستان او ایران سره ګډې پولې لري او دې ولایت ته ډیرې امنیتي ستونزې هم له همدې هېوادونو پیدا شوي دي.

شکیلا حکیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نیمروز د پولو د ساتلو لپاره د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو کموالی هم یوه لویه ستونزه ده:

"کومې ستونزې چې اوس مهال د نیمروز خلک ورسره مخامخ دي تر ډیره امنیتي ستونزې دي، ځکه دا سرحدي ولایت دی او له پاکستان او ایران سره ګډې پولې لري.

دلته د پولیسو تشکیلات هم کم دي او د پولو د ساتلو لپاره کافي نه دي، همدا علت دی چې له پولو څخه ځان وژونکي حمله کوونکي نیمروز ته په اسانۍ سره راتللی شي.

دغه راز چاودیدونکي مواد هم له همدې پولو څخه دې ولایت ته راوړل کیږي".


دې ټینګار وکړ، چې امنیتي ارګانونه باید د نیمروز د امنیت د ټینګښت لپاره یو لړ اقدامات وکړي ترڅو په دې دې ولایت کې امنیتي ستونزې نورې زیاتې نشي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په نیمروز کې د ترسره شوو خونړیو ځان وژونکو حملو نه وروسته یې د دې ولایت د امنیتي وضعې لپاره جدي اقدامات پیل کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې نوموړي ولایت ته به ډیر شمېر کشفي ځواکونه هم واستول شي:

"په نیمروز کې مو د امنیتي ځواکونو په اړه له سره کتنه کړې، په اسیب پذیزه سیمو کې ځواکونه پیاوړي شوي.

ډیر ژر به ځانګړي ځواکونه چې وتوانیږي کشفي فعالیتونه ترسره کړي او د وسله والو مخالفانو فعالیتونه وڅاري هم نوموړي ولایت ته لیږو.

مونږ په دې هڅه کې یو چې د نیمروز ولایت وضع د تیرو اونیو په څیر شي او په دې ولایت کې امنیت او ثبات بیرته ټینګ شي".


د ولسې جرګې یو شمیر غړو او ځینو امنیتي چارواکو ویلي چې د روژې د مبارکې میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه په زرنج ښارکې د ځان وژونکو حملو ترشاه د ایران لاس دی.

د ملی امنیت عمومي ریاست هم په نیمروز ولایت کې د تخریبي فعالیتونو د ترسره کولو په تور د دریو ایرانیانو د نیولو خبر ورکړخو ایران دا ډول لګول شوي تورونه بې اساسه بللي دي.

نیمروز چې د فراه او هلمند ترمنځ پروت دی ښه امن لرونکی ولایت بلل کیده خو وروستیو ځان وژونکو حملو چې نږدې څلویښت تنه یې ووژل او څه باندې سل نور یې ټپیان کړل د دې ولایت خلکو ته ډیرې اندیښنې را پارولي دي.

ولسمشرکرزي ځان وژونکې حمله کوونکي او هغه کسان د خلکو او خدای دښمنان وبلل چې په نیمروز کې د وروستیو ځان وژونکو حملو ترشاه لاس لري.
XS
SM
MD
LG