د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۹

ولسمشرکرزي په نیمروز کې د څارنوالۍ رییس له دندې ګوښه کړ


نیمروز ته د ولسمشر کرزي د سې شنبې ورځې د سفر په ترڅ کې یوه جالبه موضوع د دې ولایت له څارنوالۍ څخه شکایت او په دې اړه د ولسمشر کرزي عاجله او پریکنده پریکړه وه.

کله چې ولسمشر کرزي په زرنج ښار کې په یوه غونډه کې د وروستیو پرله پسې ځان وژونکو حملو د قربانیانو د کورنیو غړو ته وینا کوله یو ځوان را پاڅید او ویې ویل چې د دې ولایت په څارنوالۍ کې د اداري فساد له امله په تنګ شوي دي.

دې ځوان په جرآت سره ولسمشر کرزي ته وویل، چې په نیمروز کې څارنوالۍ تر ډیره ناسم اجرات کوي او دوي له دې امله پوزې ته راغلي دي:

"ښاغلی جمهور رییس زما یو پنځه ویشت کلن ورور شهید شو، زه خدای شکر پرځای کوم چې خلک یې ژغورل خو په خپله شهید شو.

زه له تاسو نه ځمکه او یا بل شی نه غواړم بلکې دا وایم چې دلته یو شمېر بیوزله خلک ځان وژونکې حملې وژني او یو شمېر نور یې د نیمروز څارنوالان.

د نیمروز څارنوالان ډیر ناسم اجرات کوي د خدای لپاره دوي له دندو لرې کړئ".


په دولتي ادارو کې فساد او رشوت اخستل هغه څه دي چې افغان حکومت یې په ملي او نړیواله سطح له انتقادونو سره مخامخ کړی، د افغانستان په هر ولایت او هره سیمه کې چې له خلکو پوښتنه وشي نو د نا امنیو ترڅنګ فساد ته هم ګوته نیسي او هیله کوي چې د مخنیوي لپاره یې اقدامات جدي شي.

ولسمشرکرزي په نیمروز ولایت کې د دې ځوان له شکایت وروسته پر خلکو غږ وکړ چې په رښتیا هم د نیمروز په څارنوالۍ کې فساد او نا سم اجرآت شته،ټولو خلکو وویل چې هو،جمهور رییس کرزي عاجله پریکړه وکړه او د نیمروز د څارنوالۍ رییس یې له دندې لرې کړ:

"څارنوال دلته ناست دی، له کوم ځای څخه راغلی دی، له فراه څخه، تاسو نه پوښتنه کوم ایا څارنوال همداسی کس دی؟ ناروا دی، له دندې ګوښه شو".

افغان حکومت د اداري فساد او رشوت پرضد د جدي مبارزې اعلان کړی او ویلي یی دي چې په دې برخه کې به هیڅ ډول نا غیړي او بې پروایی ونشي.

عام خلک هم له حکومت په ځانګړي توګه له ولسمشرکرزي نه په دې برخه کې د جدي اجرآتو غوښتنه کوي او وایی چې اداري فساد په دې هیواد کې هغه ستونزه ده چې دوام یې دا هیواد له نورو ستونزو او ننګونو سره هم مخامخ کوي.
XS
SM
MD
LG