د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۱

د سپین بولدک د امنیي قومندان له دندې ګوښه کړای شو


وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو له منځه په ناټو سرتیرو حملې د اندیښنې وړ وبللې، دا لومړې ځل دی، چې کوم جګپوړې امنیتي چارواکې له داسې کومې پیښې سره په تړاو له دندې ګوښه کیږي.

په کندهار کې چارواکو اعلان وکړ، چې د سپین بولدک د امنیي قومندان ګل محمد یي د تیرې یکشنبې د ورځې له پیښې سره په تړاو، چې په کې د ناټو یو سرتیرې ووژلې شو، له دندې ګوښه کړې.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ګل محمد د ګوښه کولو اساسي علت د ده کاري غفلت او ناغیړي وه.

د کندهار چارواکو دا اقدام دو ورځې وروسته له هغې کړې، چې د سپین بولدک ولسوالۍ په امنیي قومندانۍ کې دننه یو افغان پولیس د ناټو په سرتیرو ډزې وکړې، چې په کې یو سرتیرې مړ او یو بل ټپي شو.

په تیرو دوو اونیو کې په افغانستان کې په ورته پیښو کې د ناټو شاوخوا لس سرتیري وژل شوي، چې اکثره یی امریکایان وو.

ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په ورځ وویل، دوي د خپلو سرتیرو د خونديتوب لپاره پراخې هڅې کوي او په دې اړه به له افغان ولسمشر سره هم خبرې وکړي.

بارک اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امریکا لویي درستیز مارټین ډیمسي د دوشنبې په ورځ کابل ته په خپل سفر کې له افغان امنیتي چارواکو سره په دې اړه تفصیلي خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند ویلیم بل د امریکا غږ راډیو ته وویل، چې دوي له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي، څو د دې حملو علت او د هغو د مخنیوي لارې چارې بیا مومي.

که څه هم ده د دې حملو په دوام اندیښنه څرګنده کړه، خو ویي ویل، چې دا پیښې به هیڅ کله هم له افغان لوري سره د دوي ګډ کار زیانمن نه کړي:

"موږ له افغان حکومت سره کار کوو، څو د دې حملو علت معلوم کړو، موږ او همدا راز زموږ افغان ملګري دا پیښې جدي نیسو.

خو په ورته وخت کې نه پری ږدو، چې دا پیښې زمونږ او افغانانو ترمنځ پرمختګونه زیانمن کړي او نه به دا پیښې زموږ د وړاندې تګ مخنیوې وکړي."


تر دې مخکې داسې اندیښنې رامنځ ته شوې وې، چې دغو حملو د افغان او ناټو ځواکونو ترمنځ د باور فضا له منځه وړې او ممکن دا حملې د افغان سرتیرو د روزنې بهیر زیانمن کړي.

د لویدیځو پوځي چارواکو د معلوماتو له مخې په روان کال کې لږ تر لږه د ناټو څلویښت سرتیري په هغو حملو کې وژل شوي، چې ظاهرا د افغان سرتیرو لخوا شوي.

که څه هم وسله وال طالبان دداسې اکثره حملو مسؤلیت په غاړه اخلي، خو امریکایی چارواکي بیا ددې حملو ډیره کمه برخه په طالبانو پورې تړلې بولي.
XS
SM
MD
LG