د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

روسیي بیا د بشارالاسد رژیم په ملاتړ ټینګار وکړ


د روسیي د بهرنیو چارو وزیر
د روسیي د بهرنیو چارو وزیر
د روسیي چارواکو یو ځلي بیا د بهرنۍ مداخلې د خبرداریو په وړاندې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د روسیي د بهرنیو چارو وزیر وویل، هغه څه، چې بهرني لوبغاړي یي باید ترسره کړي، د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او مخالفو جنګیالیو ترمنځ د خبرو د فضا رامنځ ته کول دي.

سرګي لاوروف دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر خبردارې وکړ، چې د سوریي د رژیم له خوا د هر ډول کیمیاوي وسلو کارول به له سره لیکي د تیریدو په معنې وي.

بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د سوریي حکومت ته خبردارې ورکړ، چې د داسې څه کولو په صورت کې به له سختو عوابقو سره مخامخ شي. ده د یو اړخیزې پوځې حملې امکان ته هم اشاره وکړه.

خو د سوریي د صدراعظم مرستیال بیا پرون په مسکو کې له سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته وویل، چې د اوباما دا خبرداري تر ډیره له انتخاباتي کمپاین سره تړاو لري:

"د اوباما د خبرداریو په اړه باید ووایم، چې دا یوازې مطبوعاتي ګواښونه دي، چې د رسنیو له خوا د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کمپاین په خاطر خپریږي.

دا هغه لوبې دي، چې اوس مهال په امریکا کې روانې دي او دا ټول د دغه هېواد له راتلونکو انتخاباتو سره تړاو لري."


روسیه او چین د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې د سوریي په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې پریکړه لیکونه یي ویټو کړي.

په دې پریکړه لیکونو کې د بشارالاسد د رژیم غندنه شوې وه او په کې د زیاتو بندیزونو سپارښتنه شوې وه.

د روسیي له خوا د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ دا ټینګار په داسې حال کې شوې، چې د لبنان په سرحدي ښار طرابلس کې د سوریي د حکومت پلویان او مخالفین په خپلو کې په شخړه اوښتي.

وروستي راپورونه ښیۍ، چې په دې شخړو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG